کور / اقتصادي / مالیې وزارت په هیواد کې د لا زیات مالیاتي کلتور دودولو په موخه د مالیو اوونۍ پرانیسته وکړه

مالیې وزارت په هیواد کې د لا زیات مالیاتي کلتور دودولو په موخه د مالیو اوونۍ پرانیسته وکړه

د مالیې وزارت عوایدو اوګمرکونو معینیت نن د مرغومې میاشتې په ۱۶ مه نېټه مالیه ورکوونکو ته د پوهاوي او په هیواد کې د لا زیات مالیاتي کلتور دودولو په موخه د مالیو اوونۍ، د یو لړ مراسمو په ترڅ کې په انټر کانټینینټال هوټل کې پرانیسته.

په دې مراسمو کې د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو مرستیال، د دې وزارت رئیسانو، د دولتي ادارو منسوبینو، د خصوصي سکټور مسؤلینو، د مدني ټولنو په شمول د دولتي او خصوصي بنسټونو او رسنیو استازو ګډون کړی وو.

 د مالیې وزارت عوایدو او ګمرکونو مرستیال ښاغلي ډاکټر نجیب الله وردګ، له ګډونوالو څخه د مننې ترحنګ په پرانیستې وینا کې وویل:” خوشحاله یم چې نن ورځ مو د مالیو اوونۍ کمپاین پیل کړ، ستاسو ګډون د مالیو اوونۍ د بریالیتوب او د موخو تر لاسه کولو لپاره ډېر اړین دي. نوموړي زیاته کړه: د مالیو ورکړه د حکومت او مالیه ورکوونکو تر منځ د ښو اړیکو سبب ګرځي، د افغانستان ټول وګړي د هیواد نافذه قوانینو ته په کتو سره د مالیو په ورکړه مکلف دي، چې د وګړو د دې مکلفیت پر وړاندي، حکومت مسؤلیت لري چې مالیه په رڼه او سمه توګه راټوله کړي او د حساب ورکوونکي په بڼه یې ولګوي”.

د ښځو سوداګرۍ خونې مرستیالې اغلې افسانه رحیمي وویل، چې د سوداګرو مېرمنو لپاره د مالیو ورکړي پوهاوی اړین دی. موږ له دې کمپاین څخه ملاتړ کوو او د مالیې له وزارت سره هر اړخیزې همکارۍ ته چمتو یو.

د افغانستان د کسبګرو ټولنې رئیس ښاغلي محمد حسن سپاهي، د دې پروګرام د ملاتړ ترڅنګ وویل، چې موږ په دې کمپاین کې برخه اخیستي او له مالیې وزارت سره همکار یو. نوموړي زیاته کړه، د دې ډول پروګرامونو پرمټ به مالیه ورکوونکي او اصناف د مالیو د قوانینو په هلکه معلومات تر لاسه کړي او د هغوی د اطاعت پذیري کچه به لوړه کړې.

د عوایدو لوی رئس ښاغلي عبدالحبیب ځدراڼ، د مالیې وزارت ویاند او د عامه اړیکو رئیس ښاغلي اجمل حمید عبدالرحیمزي او نورو مسؤلینو، د مالیو اوونۍ په موخو، څرنګوالي او د پوهاوي په ارزښت ګډونوالو ته معلومات ورکړل.

د پروګرام په پای کې ګډونوالو ته د یادې موضوع په اړه پریزینټېشن هم وړاندي شو.

یاد پروګرام به د یوې اوونۍ لپاره په ټول هیواد کې دوام ولري او په هغه کې به مالیه ورکوونکو، خصوصي سکټور، د اقتصاد زدکړیالانو، د خصوصي او دولتي پوهنتونو د حسابدارۍ او عامه ادارو، د مالیې وزارت او نورو ادارو کارکوونکو ته د سېمینارونو، د بېلابېلو رسنیو په راډیویي او ټلوېزیوني پروګرامونو او د لوبو په سیالیو کې د مالیاتي قوانینو په تړاو پوهاوی ورکول کېږي.

د یادونې وړ ده، چې د مالیو اوونۍ له نمانځنې او پرانیستې څخه موخه د مالیه ورکوونکو د پوهاوي کچې لوړول، د مالیو کلتور پیاوړي کول، د مالیه ورکوونکو روزنه او پیاوړتیا، د اطاعت پذیري کچې لوړول، د عوایدو په پروسیجرونو کې اصلاح او بدلون او مالیه ورکوونکو ته په وخت سره د خدمتونو وړاندي کول دي، چې له یوه اړخه له مالیاتي جرمونو څخه مخنیوی وشي او له بلې خوا ملي عواید په ښه توګه را ټول شي.