کور / اقتصادي / لوګر: د فني او حرفوي زده کړو مرکز پرانستل سو

لوګر: د فني او حرفوي زده کړو مرکز پرانستل سو

د څه کم شل میلیونه افغانیو په قیمت د فني او حرفوي زده کړو مرکز ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

(مرغومي-۱۶) نن ورځ د یاد مرکز دګټې اخیستنې په مراسمو کې د
لوګر والي محمد حلیم فدایي، د کار، ټولنیزو، شهیدانو او معلولینو چارو وزیر فیض الله ذکي او ورسره د وزارت د مختلفو ریاستونو رئیسان، د ولایتي شورا رئیس حسیب الله ستانکزی اود شورا مرستیال او غړو، قومي مشرانو او معلولینو ګډون کړی و.دغه فني او حرفوي مرکز په دوه پوړونو کې په شپږ بسوې ځمکه کې چې ټوله احاطه یې ۵۲۸۰ متره مربع مساحت لري، د کار، ټولنیرو چارو، شهیدانو او معلولینو د وزارت د (NSDP) برنامې له لورې د (19995371) افغانیو په قیمت د فرهاد اکبري شرکت لخوا د یو کال په موده کې جوړشو.

یادونې ده چې دا ودانۍ د کنفرانس هال په ګډون ټولې 19 خونې لري چې پکې یو هال، د شاګردانو د عملي کار ځای، اداري خونې، کتابتون، ګدام او نور د ضرورت وړ اطاقونه شامل دي.

دا ودانۍ یوه د اوبو ژوره څاه او د سپټيک څاه هم لري.