کور / راپور / ټرمپ د پاکستان په اړه د سناتور رېنډ پال د ټويټ ستاينه کړې ده

ټرمپ د پاکستان په اړه د سناتور رېنډ پال د ټويټ ستاينه کړې ده

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر پاکستان د امريکا د مرستو د بندېدو په اړه د سناتور رينډ پال د ټويټ ستاينه کړې ده او دا ئې يو غوره فکر ګڼلی دی.سینیټر رینډ پال تیره ورځ پر خپله ټویټر پاڼه باندي باندي يو ټويټ خپور کړ چي ويلي ئې وو: دی به کانګرس يوه لائحه وړاندي کړي چي پر اساس به ئې په راتلونکو ورځو کي پر پاکستان د امریکا مرستي بندي سي.

 

دهغه په وينا په لائحه کي به دا وړانديز هم وي چي هغه پیسې چي پاکستان ته ورکول کیږي دلته د خپل هېواد د سړکونو او پلونو په جوړولو باندې به لګول کېږي.

تېره پنجشنبه امريکا پر پاکستان د پوځي مرستو د بندولو اعلان وکړ او وئې ويل ترهغو به پاکستان ته دا مرستي نه ورکول کيږي ترڅو چي ياد هيواد د افغان طالبانو او حقاني شبکې پر ضد جدي ګامونه نه وي اخستي.

د پاکستان سره د امريکا دا مرسته چي شاوخوا دوه مليارده ډالره کېږي د پاکستان لپاره سخت ګوزار دی.

تر دې وړاندي ډونلډ ټرمپ په يوه ټويټ کي ويلي وه: په تېرو ۱۵ کلونو کي مو پاکستان ته په احمقانه شکل ۳۳ مليارده ډالر ورکړه، خو له پاکستان څخه مو له دروغو او چلبازي پرته بل څه نه کړه ترلاسه، دوی زموږ پر مشرانو د بې عقلانو ګمان کړی دی، هغه ترهګرو ته ئې پټنځايونه ورکړي دي چې موږ په افغانستان کي پسې ګرځو او موږ ئې په دام کي راګير کړو. نور به داسي نه کيږي.