کور / راپور / په کونړ کې د لس اعشاریه نهه دیرش ملیونه افغانیو په لګښت د ۲۶۰ متره استنادي دیوال جوړیدو چارې پیل شوې .

په کونړ کې د لس اعشاریه نهه دیرش ملیونه افغانیو په لګښت د ۲۶۰ متره استنادي دیوال جوړیدو چارې پیل شوې .

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییزو برنامو دهمږۍ پروګرام له مخې د لوی تبلیغي مرکز ترڅنګ د (۲۶۰) متره ژغورنې دیوال د جوړیدو چارې نن د مرغومې په (۱۸) مه د کونړ والي وحیدالله کلیمزي ،د ولسمشر سلاکار قمرالدین شنیواري ،ولایتي شورا غړو ،کلیوبیارغونې او پراختیا رییس او یو شمېر نورو مشرانو په لاسونو د پټۍ په پرېکولو سره پیل شوې ،چې په جوړیدو سره به یې د مرکز اسعد اباد لوی تبلیغي مرکز او لسګونه جریبه کرنیزه ځمکه د سیند له ګواښ څخه وژغورل شي .د کونړ والي وحیدالله کلیمزي د یادې پروژې د پیل له امله خلکو ته مبارکي وویله او ډاډ یې څرګند کړچې د دې ولایت په ټولو سیمو کې به د انډولیز پرمختګ رامنځته کیدو لپاره جدي هڅې وکړي.