کور / راپور / دوه پخواني مرستیال وزیران په بند محکوم سول

دوه پخواني مرستیال وزیران په بند محکوم سول

په کابل کې یوې محکمې د کورنیو چارو وزارت دوه پخواني مرستیال وزیران له خپلي دندي څخه په ناوړه ګټي اخستلو  په جرم په درې کلونو او بل په یو نیم کال بند محکوم کړل.

د افغانستان د اداري فساد او درنو جرمونو سره د مبارزې قضايي او عدلي مرکز ويلي:  پر دغه دوو کسانو سربېره د دې دوسیې په تړاو څلور نور کسان هم محاکمه سوي دي.

 دياد مرکز په وينا مرتضا رحیمي په ۳۶ میاشتو او واسع رووفي په ۱۸ مياشتو بند محکوم سوي دي.

د ياد مرکز وياند عالم عتيق ويلي چې د کورنیو چارو وزارت د تدارکاتو مشر نویدالله بخشي او د دغه وزارت درې نور کارمنان هم په ترتیب سره په ۳۶ میاشتو او ۱۸ میاشتو بند محکوم سول.

محکمې دغه  کسان په دې تورن کړي دي چي د کورنیو چارو وزات د اړتیا وړ سونتوکو په رانیولو کې ئې له داسي شرکت سره تړون کړی چې په شرایطو برابر نه وو.

عالم عتیق زیاته کړه، چې دغه شرکت په بانکي حساب کې پوره پیسې نه درلودې او نه یې هم اړین مالي وس درلود، خو دغو کسانو دا کمپنۍ په شرایطو د برابرو شرکتونو په نوملړ کې لیکلې وه:

 د هغه په خبره، دا کار په ۱۳۹۵ لمریز کال سوی او تراوسه معلومه نه ده چې هغوی له دې کمنپۍ سره شریک وو او که نه.

خو د محاکمه سویو کسانو بله محکمه هم په مخ کي لري.