کور / راپور / ملي امنيت: حامد ګيلاني د ملي ګټو ضد څرګندوني کړي دي

ملي امنيت: حامد ګيلاني د ملي ګټو ضد څرګندوني کړي دي

د افغانستان ملي امنیت ریاست د محاذ ګوند د مشر حامد ګیلاني هغه څرګندونې د ملي ګټو ضد وبللې چې وايي د طالبانو مشران په افغانستان کې اوسیږي.

د ملي امنیت ریاست په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې د ښاغلي ګیلاني څرګندونې “نا مسؤلانه او د ملي ګټو په خلاف” دي.

د ملي امنيت رياست له ټولو افغان سیاستوالو غوښتي چې له داسي څرګندونو ډډه وکړي چي د ملي ګټو خلاف او د دښمن په ګټه وي.

په اعلامیه کې راغلي دي چې د “کره معلوماتو په اساس د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو مشرانو د ډیورینډ د کرښې په هاغه غاړه کې دي او د پاکستان په مهمو لویو ښارونو کې شتون لري. “

حامد ګیلاني د شنبې په ورځ د دیني عالمانو او قومي مشرانو په یوې غونډې کې ويلي وو “هغوی چي وايي، د طالبانو مشران بل چيري دي،دا خلګ کمزوري دي ، کارونه پر مخ تنه شي بېولای. زور یې نه رسیږي پلمې کوي.د طالبانو اکثره مشران په افغانستان کي دننه دي “.

د ښاغلي ګیلاني خبرو ته په ټولنیزو رسنیو کې هم یو شمېر افغانانو غبرګون ښودلی.

اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله  هم د ښاغلي ګیلاني څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي دي چې د طالبانو د مشرتابه د موجودیت خبره روښانه ده او نور توضیحات نه غواړي.

اجرايي رئیس عبدالله دا هم ویلي “کوم مسائل چې د هیواد د ملي امنیت پورې اړه لري او د ملي امنیتي ادارو او خلکو اجماع پکې وي، یا هغه واقعیتونه چي اوس ټوله دنیا یې مني، چې د طالبانو د ځواک د پیاوړتیا مرکزونه چېرته دي، سترګې بايد ورباندي ‎ پټې نه کړو”.

د ملي محاذ ګوند یو ویاند قاضي حسن حقیار ويلي چې ښاغلي ګيلاني په عمومي مسایلو خبري وکړې او هدف یې دا وو چې د طالبانو ځینې مشران په بهر او ځینې یې افغانستان کې اوسیږي.​