کور / راپور / د ۲,۲۵۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د برېښنا د پنځو پروژو تړونونه لاسلیک شول

د ۲,۲۵۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د برېښنا د پنځو پروژو تړونونه لاسلیک شول

د افغانستان برښنا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس د څلورو مختلفو شرکتونو له رئیساانو سره د ۲,۲۵۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د برښنا د پنځو پروژو تړونونه لاسلیک کړل.

 په دې پروژو کې د ترانسفارمرونو، د وچو (خشکه) سویچونو، د برښنا د متفرقه تجهیزاتو، د ۱۰ قلمه برښنایي امنیتي (ایمنی) تجهیزاتو او د ۴۹۰۰ کانکریټي پایو د تولید لپاره د ۱۰ قلمه خامو موادو د چمتو کولو تړونونه شامل دي.

د افغانستان برښنا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس انجنیر امان الله غالب د (۳۲۰,۷۷۸,۹۶) افغانیو په ارزښت د ترانسفارمرونو د چمتو کیدو تړون د عبدالرحیم صالح زاده لمیټډ د سوداګریز شرکت له رئیس سره او د وچو (خشکه) سویچونو د چمتو کولو تړون چې (۰۰۰,۴۰۰,۲۰) افغانۍ ارزښت لري د فرهاد فرزاد لمیټډ د سوداګریز شرکت له رئیس سره لاسلیک کړ.

دریمه پروژه د افغانستان برښنا شرکت د اړتیا وړ د برښنايي متفرقه تجهیزاتو چمتو کول دي، چې (۸۸۸,۸۸۸,۷۸) افغانۍ ارزښت لري او تړون یې د افغاستان برښنا شرکت عمومي رئیس د فرهاد فرزاد لمیټډ د سوداګریز شرکت له رئیس سره لاسلیک کړ، د پورته دریوو پروژو چارې به د شپږو میاشتو په لړ کې بشپړې شي.

دغه راز څلورمه پروژه د سایقه انرژي سپلای اینډکانسترکشن شرکت له خوا د (۳۰۰,۶۴۶,۴۸) افغانیو په ارزښت د پُلخمري د پایو جوړولو د عمومي آمریت پورې اړوند د ۴۹۰۰ آهن کانکریټي پایو د تولید لپاره په دریوو میاشتو کې د ۱۰ قلمه خامو موادو د چمتو کول دی.

پنځمه پروژه د (۵۰۰,۵۵۸,۶) افغانیو په ارزښت د کابل برښنا ریاست د اړتیا وړ د ۱۰ قلمه برښنایي امنیتي (ایمنی) تجهیزاتو چمتو کول دي، چې د ببرک بلال لمټیډ شرکت به له تړون سره سم د دوو میاشتو په لړ کې نوموړي تجهیزات چمتو کړي.

د یادولو وړ دی چې د پورته ذکر شویو پروژو د لګښت پیسې د افغانستان برښنا شرکت له بودجې څخه ورکول کیږي.