کور / اقتصادي / د اقتصاد عالي شورا د کندهار ولایت ۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا تولیدي پروژه تائید کړه

د اقتصاد عالي شورا د کندهار ولایت ۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا تولیدي پروژه تائید کړه

د مالیې وزارت ویاند او عامه اړیکو رئیس ښاغلي اجمل حمید عبدالرحیمزي، نن د مرغومې میاشتې په ۱۸مه نېټه د حکومت د رسنیو په مرکز کې د خبري کنفرانس له لارې د اقتصاد عالي شورا د شلمې غونډې پریکړې له رسنیو سره شریکې کړې.

د مالیې وزارت ویاند او عامه اړیکو رئیس په دې اړه وویل: “د اقتصاد عالي شورا په شلمې غونډه کې د کندهار ولایت ۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولیدي پروژې، د هلمند ولایت د زمېنداور کانال او کابل ښار کې د واټونو د غاړو پارکینګونو  جوړولو په اړه د عامه او خصوصي مشارکت  د طرحې په اړه هر اړخیز بحث وشو او لازمې پریکړې وشوې.”

ښاغلي عبدالرحیمزي زیاته کړه، چې د اقتصاد عالي شورا د کندهار ولایت ۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولیدي پروژې طرحه تائید کړه او هغه یې د هیواد د ننه د برېښنا په ظرفیت لوړولو کې اغیزمن وباله. نوموړي وویل، چې دې پروژې ته له ۳۰ زیاتو کمپنیو خپله لېوالتیا ښودلې چې د برابرو شویو آفرونو د تخنیکې ارزونې او مالي پروپوزل په اساس دوه کمپنۍ د تخنیکي، مالي او تدارکاتي اسنادو له مخې په شرایطو برابرې پېژندل شوي او د قرارداد له عقد څخه وروسته به د یوه کال په موده کې یاده پروژه بشپړه شي.

د نوموړي په وینا په دې پروژه کې ۳۹ میلیونه امریکایې ډالره پانګونه کیږي چې ۱۴ میلیونه ډالر یې د افغان حکومت ونډه ده.

ښاغلي عبدالرحیمزي زیاته کړه، چې د هلمند د زمینداور کانال جوړول د کجکي بند د دویمې برخې په جوړولو کې هم ګتور تمامیږي او یاد کانال له کجکي بند څخه پیل ۵۰ کیلو متره اوږدوالی لري چې د دې طرحې په پلي کولو سره به  ۱۶۴۰۰ هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبه کړي. د اقتصاد عالي شورا غونډې، له هراړخیزو بحثونو وروسته پرېکړه وکړه چې د کرنې او مالدارۍ وزارت دې  د یادې پروژې د امکاناتو سنجولو مطالعه پیل  او په دې برخه کې دې کارونه چټک کړي.

نوموړي په کابل ښار کې د واټونو د غاړو پارکینګونو  جوړولو په اړه د عامه او خصوصي مشارکت  د طرحې په اړه وویل، چې د اقتصاد عالي شورا د یادې طرحې په اړه بحث وکړ او پریکړه وشوه چې په دې برخه کې دې بېلابیل ماډلونه مطالعه شي او د دې طرحې په پلي کولو به کابل ښار منظم سیستم او سټنډرډ پارکینګونه ولري او دولت به له دې لارې په مستقیم ډول  ۳،۱ میلیون ډالر کلنی عاید ترلاسه کړي.

د یادونې وړ ده چې د مالیې وزارت د نوې تګلارې له مخې د اقتصاد عالي شورا پریکړې په پرله پسې ډول د حکومت د رسنیو په مرکز کې د خبري کنفرانس له لارې له خلکو سره شریکیږي.