کور / هراړخیز / وخت څنګه “مدیریت” کړو؟

وخت څنګه “مدیریت” کړو؟

“لېکنه: محی الدین “دلیل

لیدلي به مو وي چې، ځینې خلک خپلو ټولو غوښتنو ته د رسېدو لپاره کافي وخت لري، ولې ځینې نور له ډېرو هڅو سره سره بیا هم خپلو موخو او غوښتنو ته د وخت د نشتون له امله نشي رسېدلای.پام مو کړی چې توپیر چیرته دی؟ پوهېږم ، ذهن ته به مو ډېر عاملونه راغلي وي ولې، یو اصلي عامل دادی چې، لومړۍ ډله خلک د خپل وخت د سمبالولو او مدیریت کولو هنر لري او کولای شي له کم وخته په موثر او مثمر ډول ګټه واخلي، او په پایله کې ډېره لاسته راوړنه ولري. دوهمه ډله خلک ددغه هنر څخه یوڅه بې برخې ښکاري. د وخت سمبالول او مدیریت کول هنر دی ، مونږ کولای شو دغه هنر زده کړو او د بریالیو خلکو په قطار کې ځان ودروو.

په دغه لنډه لیکنه کې به وښایو چې د وخت مدیریت څه او څنګه کولای شو، دغه هنر پخپل ځان کې وروزو یا په بله اصطلاح د سخت کار پرځای هوښیار کار وکړو ترڅو خپلو موخو ته په اسانۍ سره ورسېږو.

د وخت مدیریت: ځینو ته ښایي دغه اصطلاح ( د وخت مدیریت) یو څه ګنګه خبره ښکاره شي، چې وخت خو تېرېږي ، مونږ نشو کولای هغه مدیریت کړو، هو تاسو ریښتوني یئ، د وخت مدیریت پدې معنا دی چې، خپل  کارونه او کړنې د وخت له غوښتنو سره سمې برابرې شي، یعنې په حقیقت کې مونږ خپل کارونه او کړنې د وخت مطابق برابروو او پدې سره له یو ځانګړي وخت څخه موثره او مثمره ګټه اخلو، دغه عمل ته بیا د وخت د مدیریت نوم ورکولای شو.نو که لنډه یې کړو د وخت مدیریت د پلان جوړولو او عمل کولو یوه پروسه ده، د کومو پرمټ چې مونږ خپل کارونه او کړنې د مثمریت، موثریت او لاسته راړونو د لوړوالي په موخه د ځانګړي وخت مطابق برابرو.

د وخت د مدیریت  پروسه:

  • د خپلو موخو ټاکل: د وخت د مدیریت د پروسې لومړۍ او اړینه برخه د خپلو موخو او اهدافو ټاکل دي. موخه عبارت له هغه پایلې یا لاسته راوړنې څخه ده چې، یو کس یې د یوې کړنې له ترسره کولو څخه ورسته غواړي.کله چې یو څوک موخه ونلري نو په حقیقت کې د کړنې او عمل انګېزه نه رامنځته کېږي ، کله چې عمل رامنځته نشي نو، ښکاره ده چې له وخته ګټه نشو اخیستلای. په بله وینا، خپل وخت نشي مدیریت کولای، نو ددې لپاره چې وخت مو په ښه ډول مدیریت کړئ، اړینه ده خپلې ټولې موخې د کاغذ پرمخ ولیکئ.
  • د خپلو موخو ترتیبول: وروسته له دې چې خپلې موخې مو وټاکلې نو د وخت پر بنسټ یې ترتیب کړئ. پدې معنا چې لنډ مهاله، منځ مهال او اوږد مهاله موخې مو له یو بل څخه بېلې کړئ.
  • لومړیتوب ټاکل: وروسته له دې چې موخې مو وټاکلې او ترتیب مو کړئ نو، په درېیم ګام کې لومړیتوبونه رامنځته کړئ. وګورئ کومې موخې باید په کوم وخت کې ترلاسه شي.
  • د ځنډ له منځه وړل: د وخت د مدیریت تر ټولو سخته برخه په اصطلاح د ځنډ رامنځته کول دي. که چېرې درې لومړني ګامونه په بریالیتوب سره ترسره او څلورم ګام عملي نکړئ نو هم خپل وخت مدیریت نشئ کړائ. د کارونو او پلانونو ځنډول ډېری موخو ته د نه رسېدو بنسټیز عامل ګڼل کېږي. په ځنډ باندې د برلاسي کېدو ښه لاره داده چې، خپلو لومړیو ګامونو ته وروګرځئ او د هغو مطابق مزل وکړئ.پونډیرا پویکیلوس وايي: ځنډ د ټولو ناخوالو او ستونزو د بنسټ ډبره ده.

که چېرې مو دغه څلور ګامونه عملي کړل نو کولای شئ چې، له خپله وخته په موثر او مثمر ډول ګټه پورته کړئ. له هغه وروسته به ځان د بریالیو خلکو په هېنداره کې وګورئ.بحث به د مایکل الټشور په دې وینا راغونډ کړو( بد خبر دادی چې وخت پرواز کوي، خو ښه خبر دادی چې مونږ يې پیلوټان یو).