کور / نوميالي / روسی ختيځپوه او افغانيست پروفيسور کانستانتين الکساندرويچ لېبېدېف پرون

روسی ختيځپوه او افغانيست پروفيسور کانستانتين الکساندرويچ لېبېدېف پرون

شيرحسن (حسن)  ماسکو

ه روسيه کې د پښتو ژبې لوی استاد،څېړونکی، ختيځپوه او افغانيست پروفيسور کانستانتين الکساندرويچ لېبېدېف پرون سې شنبې د جنوري په نهمه د ۹۸ کالو په عمرله نړۍ سترګې پټې کړې. اروا يې ښاده اوسه!

ختيځپوه او افغانيست پروفيسور کانستانتين الکساندرويچ لېبېدېف پرون

ارواښاد استاد لېبېدېف د ۱۹۲۰ کال د مارچ په شلمه نېټه مسکو ته نږدې د کلومنسک ښار کې زېږېدلی دی. په ۱۹۴۲ کال يې د مسکو د ختيځ پېژندني انستيتيوت د ماسترۍ په درجه پای ته ورساوه. تر فراغت وروسته د همهغه انستيتيوت په علمي کدر کې شامل شو او د پښتو ژبې او ګرامر په تدريس يې پيل وکړ.

ختيځپوه او افغانيست پروفيسور کانستانتين الکساندرويچ لېبېدېف له ښاغلي شيرحسن حسن سره

ارواښاد لېبېدېف په ۱۹۴۹ – ۱۹۵۴ کلونو کې د مسکو په ختيځ پېژندني انستيتيوت کې د افغانستان د تدريسي برخې مسؤل و. له ۱۹۵۴ کال څخه هغه وخت چې د ختيځ پېژندنې انستيتيوت د بهرنيو چارو وزارت د نړيوالو اړيکو له انستيتيوت سره يو ځای شو، لېبېدېف په دغه انستيتيوت کې تر ۱۹۸۵ کال پورې د پښتو ژبې په تدريس، تحقيق، ګرامر او هنري نثر په ژباړه کار کاوه. هغه په ۱۹۸۵ – ۱۹۹۶ کلونو کې د مسکو دولتي پوهنتون د اسيا – افريقا انستيتيوت د ايران د څانګې مشر و او په همدغه څانګه کې د پښتو په تدريس او تدقيق مشغول و. استاد لېبېدېف په ۱۹۵۰ کال د علومو د کانديد درجه، په ۱۹۶۶ کال يې د دکتورا علمي درجه او په ۱۹۶۷ کال کې د پروفيسوري درجه دفاع کړې ده. كانستانتين الكساندرويچ لېبېديف په روسيه كې د ختيځ پوهانو، افغانستان پوهانو او پښتو پوهانو د څو نسلونو مخكښ لار ښوونكى او غښتلى استاد و، هغه ټول ژوند د پښتو ژبې او افغانپوهنې تحقيق او تدريس ته وقف كړي و.

پروفيسور لېبېدېف په پښتو ژبپوهنه او افغانپوهنه كې ګڼ شمير كتابونه، رسالې او مقالې ليكلې دي . په روسيه كې د پښتو ژبې د زده كړې د پاره درسي كتابونه، د پښتو ژبې گرامر، روسي _ پښتو ، پښتو _ روسي ، روسي- پښتو- دري ، درسې واړه او لوى قاموسونه ، په روسي ژبه د پښتو دشفاهي ادبياتو، كلاسيكو او معاصرو ادبياتو (نكلونو، لنډو كيسو، متلونو او لنډيو ) منظومې او منثورې ترجمې او د پښتنو د تاريخ او فرهنگ په باب څېړنيزې رسالې او مقالې د استاد لېبېديف د اثارو منځپانګه جوړوي.
د استاد لېبېديف لومړى اثر د پښتو ژبې گرامر دى چې له نن څخه ۷۳ كاله مخكې په ۱۹۴۵ كال كې چاپ شوى دى، وروستى څېړنيز اثر يې (( افغان ولس – پښتانه )) نوميږي چې په ۱۹۹۷ كال كې د روسيې د علومو اكاډمۍ د ختيځو ادبياتو څانگې چاپ او خپور كړى دى.
پروفيسور لېبېديف په دغه رساله كې د پښتنو د تاريخ، پيدايښت او پرورښت په باب د گڼ شمير مختلفو او مخالفو منابعود نظرياتو ، رواياتو، حكاياتو، دلايلو، نښو نښانو او اسنادو ژوره څېړنه او شننه كړې ده.
استاد لېبېدېف يو شمير هنري اثار، لنډۍ او د افغان فلکلور يو شمير انتخابي برخي له پښتو څخه روسي ژبې ته ژباړلي او خپاره کړي دي. له استاد څخه تر ۱۱۰ زيات درسي کتابونه، څېړنيز اثار او قاموسونه په ميراث پاتې دي.
دارواښاد پروفيسور كانستانتين لېبېديف د اثارو لنډ فهرست
1- د پښتو ژبې گرامر ،1945(1)
2- د افغانستان افسانې، قصې او شعر ،1953
3- د پښتو ژبې گرامر ،1956(2)
4- په روسيه كې د پښتو ژبې زده كړه ،1958
5- كوچنى دايرة المعارف ،1961
6-د روسي ژبې د زده كړې درسي کتاب ، په پښتو ژبه (1) 1961
7- روسي- افغاني جېبي قاموس 1962
8- څرنگه كولاى شود ژبې د زده كړې لپاره په زړه پورې درس تيار كړو؟1963
9-روسي- افغاني جېبي قاموس1967
10- افغاني متلونه،1967
11- د روسي ژبې د زده كړې درسي کتاب ، په پښتو ژبه (2)1967
12- په پښتو ژبه كې فعل اوقيد ، 1969
13- د روسيژبو لپاره د پښتو د زده كړې درسي كتاب (1) 1969
14- د پښتو ژبې گرامر ،1970(3)
15- افغاني قصې اوافسانې ،1972
16- د پښتو ژبې د زده كړې لپاره ادبي منتخبات(3)1972
17- افغاني افسانې ،1972
18- د پښتو ژبې د زده كړې د دوهم او دريم كال لپاره د مقالو مجموعه ،1972
19- د پښتو ژبې د زده كړې د دريم او څلورم كال لپاره د مقالو مجموعه ،1972
20- د پښتو ژبې د زده كړې د پنځم كال لپاره د مقالو مجموعه ،1973
21-شرقي ژبې او ادبيات،1973
22- روسي-پښتو قاموس1973
23- د پښتو ژبې د گرامر جدول ، دايرة المعارف ،1973
24- افغاني کلاسیکه شاعري ،1975
25- روسي-پښتو قاموس1983
26- د ژبې او ادبياتو مسئله 1983
27- په روسيه كې د پښتو ژبې زده كړه ،1983
28- د پښتو ژبې د زده كړې د دوهم او دريم كال لپاره د مقالو مجموعه ،1983
29- د پښتو ژبې د زده كړې ددريم او څلورم كال لپاره د مقالو مجموعه ،1983
30-افسانه اوشعر،ترجمه،1985
31- پښتو-روسي قاموس 1985
32- افغاني ولسي شاعري ،1985
33-په روسي ژبه د نورمحمد تره کی»د بنگ مسافری «او څو نورو داستانو ژباړه-1987
34- د پښتو ژبې گرامر ،1988(4).
35- د روسيژبو لپاره د پښتو د زده كړې درسي كتاب (2) 1992
36- پښتانه په تاريخ او اوسنۍ زمانه كې ،1993
37- افغان ولس – پښتانه 1997
38- په روسيه كې د پښتو ژبې زده كړه ،1997
39- مختصر اسلامي قاموس 1997
40- پښتو-روسي درسي قاموس 2000
41- د دیپلوماسي اصطلاحاتو قاموس ،2002
42- پښتو- دری او روسی درسي قاموس ،2009
او داسې نور .
بايد ووايم چې د ارواښاد لېبېديف ژوند د څه کم يوې پېړۍ په اوږدو كې د بې شمېره غټو او كوچنېو پېښو شاهد و. په روسيه او افغانستان كې د نظرياتو، ايډيالوژيو ، گوندونو او ډلو كاميابۍ او ناكامۍ ، انقلابونو ، كودتاو، پاچا گشتيو، رژيمونو او سياستونو بدلون او د هغې سره سم د روسيې او افغانستان د دولتي مناسباتو تودښت يا سړښت د لېبېديف استوار او باثباته شخصيت نه و متاثره كړى او په ټوله مينه د ژوند تر پايه په خپل كار كې بوخت و.
روح يې ښاد اود خدمتونودرناوی يې تلپاتې اوسه!