کور / تازه خبرونه / ‎جمهور رئيس: افغانستان د پوليو په له منځه وړلو کي پرمختګ کړی

‎جمهور رئيس: افغانستان د پوليو په له منځه وړلو کي پرمختګ کړی

جمهور رئيس: افغانستان د پوليو په له منځه وړلو کي پرمختګ کړی، خو په کار ده چي په بشپړه توګه يې له منځه يو سو

جمهور رئيس محمد اشرف غني دغه څرګندونې د پنجشنبې په ورځ د کندهار، ننګرهار، کنړ، هلمند، او فراه ولایتونو د والیانو او ښاروالانو سره د VTC کنفرانس پر مهال وکړې.

جمهور رئيس د ياد کنفرانس پر مهال وويل چي افغانستان د پوليو په وړاندي اغیزمنه مبارزه کوي. هغه په خپلو خبرو همدراز وويل چي افغانستان د پوليو په له منځه وړلو کي پرمختګ کړی، خو په کار ده چي دغه وایروس په اساسي او بشپړه توګه يې له منځه يو سو.

د هيواد جمهور رئیس د ټولو ولایتونو والیانو ته هم هدایت وکړ، چي د پوليو په له منځه وړلو کي جدي هڅي وکړي او ديني عالمان، قومي مشران او مدني ټولني وهڅوي، ترڅو د واکسین د تطبیق لپاره تبلیغات وکړي.

جمهور رئيس محمد اشرف غني همدراز د کندهار په سپين بولدک او د ننګرهار په تورخم کي د راتلونکو ګډوالو پر واکسین کولو هم ټينګار وکړ. جمهور رئيس د عامي روغتيا وزارت ته هم دنده وسپارل چي په ليرو پرتو ولسواليو کي د پوليو په وړاندي د واکسین دوامداره کمپاينونو ته لاره هواره کړي.

د جمهور رئيس محمد اشرف غني تر وينا او لارښونو وروسته د ولایتونو واليانو خبري وکړې او د پوليو په وړاندي د واکسین د تطبیق او په دې برخه کي يې د خپلو لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندي کړه.

د هيواد جمهور رئيس ته لومړی د کندهار مرستیال والي عبدالحنان منيب د پوليو په وړاندي د واکسين په تطبیق کي د خپلو اجرآتو او سته ستونزو په اړه معلومات وړاندي کړه.

مرستیال والي وويل، د پنځو ولسواليو پرته په ټول کندهار کي د پوليو کمپاينونه تطبیق سوي او ټول کوچنيان د پوليو په وړاندي واکسين سوي دي.

ښاغلي منيب وويل، ولايتي ادارې د قومي مشرانو، دیني عالمانو او مدني فعالانو سره ګډي ناستي کړي او هڅه کوي په پاته پنځو ولسواليو کي هم واکسین تطبیق کړي.

مرستيال همدارنګه د هيواد جمهور رئيس ته ډاډ ورکړ چي ولایتي اداره به د پوليو په وړاندي د واکسين په تطبیق کي لا هم کوټلي ګامونه واخلي.

وروسته د ننګرهار، کنړ، هلمند، او فراه ولایتونو واليانو هم خبري وکړې او جمهور رئيس ته يې د پوليو په وړاندي د واکسين په تطبیق د جدي کار کولو ډاډ ورکړ.