کور / علمي / ستونزه او علمي حل لار یې!

ستونزه او علمي حل لار یې!

لیکوال: محی الدین “دلیل”

ای د خدای په قهر ککړ شې! اوف خدایه سل ځلې مې د ستونزې په اړه ورته وویل ؛ خو بیا هم ستونزه، ستونزه او ستونزه! که دا ځل یې زما خبره و نه منله ولله چې مړ یې کړم! ښایي دا او دې ته ورته نورې جملې به مو په کور، کلي، بازار، دفتر او نورو ځایونو کې  اورېدلې وي.ډېری وختونه شخړې ، ګرېوانانو څیرې کېدل، سپکې سپورې ویل او نورې ډېرې ناخوالې ورسره ملې وي.عوامل ېې ډېر دي ولې  یو بنسټيز لامل یې دا دی چې، دوی په دقیق ډول ستونزه نه تشخیصوي او پرته له پېژندنې ورته حل لارې لټوي، لکه چې کوم ډاکټر پرته د رنځ له معلومولو رنځور ته درمل ورکړي.د ستونزې د حل لپاره اړینه خبره داده چې، ستونزه په ښه ډول وپېژندل شي او بیا ورته حل لاره پیدا شي. البرټ انشټین وایي: که دیوې ستونزې د حل لپاره یو ساعت راکړل شي، ۵۵ دقیقې به د ستونزې په اصلي ریښې پیدا کولو او ۵ نورې یې د ستونزې په حل تېرې کړم. د نوموړي دا خبره جوته وي چې، د ستونزې د حل لپاره د ستونزې تشخیص ډېر اړین دی.د ستونزې حل هم یو هنر دی، کولای شو دغه هنر زده، په خپلو ورځینو چارو او کړنو کې یې پلې او له ډېرو ناخوالو ځان وژغورو. سټیو مارابولي وایي: خوښي دا نده چې ستونزې ونلرې، بلکې خوښي داده چې د ستونزې د حل وړتیا او هنر ولرې.نو راځئ وګورو چې، دغه هنر څه، په څه ډول یې ترلاسه او عملي کولای شو؟

ستونزه

ډېری پوهان ستونزه داسې تعریفوي: ستونزه د اوسني او غوښتونکي حالت ترمنځ واټن ته وایي. د بېلګې په ډول که یو څوک وغواړي چې، د کال ترپایه ۲۰ کتابونه ولولي ( غوښتونکی حالت ) ولې د کال تر پایه یې ټول ۱۳ کتابونه ولوستل( اوسنۍ حالت ) نو ستونزه د ۷ نالوستلو کتابونو ده.ځینې نور بیا وایي ستونزه نه غوښتونکې پېښه یا حالت دی چې،له منځه وړل یې ښايي اړین وي.لکه یو نفر نه غوښته چې، موټر یې خراب شي ولې موټر یې خراب شو، نو د موټر خرابېدل یوه نه غوښتونکې پېښه ده چې د له منځه وړلو لپاره یې باید کوم مستري ته وښودل شي.د ستونزې په اړه د پوهانو لخوا ډېر تعریفونه شوي ولې شریک ټکی پکې دادی چې، ستونزه یو نه غوښتونکی حالت دی او د حل لارې پیداکول ورته اړین دي.

د ستونزې د حل پروسه:  

د ستونزو د حل لپاره د پوهانو لخوا بېلابېلې پروسې وړاندې شوې چې، په عملي کولو سره یې کولای شو ستونزه په ښه ډول حل او غوښتونکو پایلو ته یې ورسېږو.د ستونزې د حل پروسه څو ګامونه لري چې په لاندې ډول یې توضیح کوو:

  • د ستونزې پېژندنه: د ستونزې د حل په پروسه کې لومړی ګام د ستونزې پېژندنه ده.اړینه خبره داده چې د ستونزې اصلي ریښه و موندل شي او نورې فرعي ترې جدا شي.د بېلګې په ډول یو کراچۍ لرونکی سوداګر نشي کولای د ورځې لس کرېټه مالټې خرڅې کړي.نو آیا سوداګر باید له منډه یي څخه کمې مالټې راوړي، آیا د ستونزې حل همدا دي؟ ددغه کم خرڅلاو لپاره ډېر عاملونه لکه د اخیستونکو کموالی، د مالټو د غوښتنې کموالی، د ځای یا بازار خرابوالی، د مالټو د قیمت زیاتوالی یا د سوداګر چلند او اخلاق. اوس د سوداګر لپاره اړینه خبره داده چې د ستونزې ( مالټو کم خرڅلاو ) لپاره کوم یو له پورته عاملونو اصلي او نور یې فرعي دي.نو کله چې اصلي عامل پیدا شو یعنې ستونزه و پېژندل شوه ورسته له هغې کولای شو دوهم ګام ته لاړ شو.

د سختو ستونزو د حل لپاره کولای شو د (پنځه ولې) له روشه ګټه پورته کړو د پنځه ولې روش د ټویټا په کمپنۍ کې د جاپاني (ساکیچي) لخوا جوړ او په کار اچول شوی دی.ددغه روش په عملي کولو سره کولای شو د ستونزې اصلي ریښه پیدا او ستونزه تعریف کړو.اړینه ده وپوهېږو چې دلته د اصلي ریښې د پیدا کولو لپاره له پنځو څخه ډېر ځلې هم ،د ولې کلیمه کارولای شو مقصد دادی چې د ستونزې اصلي ریښه پیدا شي.د بېلګې په ډول مالټې کمې خرڅيږي. ولې؟ دا ځکه چې اخیستونکي نشته، ولې؟ دا ځګه چې ځای خراب دی، ولې؟؟؟ همداسې تر هغې پورې ولې ته ادامه ورکو چې ترڅو د ستونزې اصلي ریښه پیدا کړو.

  • د رنګارنګ او ډېرو حل لارو پیدا کول: د ستونزې د تعریف او پېژندو څخه ورسته بل ګام د رنګارنګ او ډېرو حل لارو پیدا کول دی.ددې لپاره چې ستونزې ته ډېر حلونه وموندل شي د ( براین سټورمینګ ) روش وړاندې شوی. براین سټورمینګ د ناستې یا میټینګ یو ډول ده چیرته چې له شپږو تر اته نفرو ګډون کوي او د ستونزې د حل په اړه بې له کومې نیوکې نظر ورکوي.دا خبره  زمونږ په ټولنه کې هم مشهوره ده چې  په هر کار کې مشوره وکړئ. په علمي ډول هم له یوه فکر څخه څو فکرونه غوره فیصله کولای شي.نو د ستونزې په حل کې هم ناستې او مشورې باید وشي ترڅو ورته غوره او ډېر حلونه وموندل شي.
  • له رنګارنګ حل لارو څخه یو یې ټاکل: ترهغې وروسته چې، څو نفر سره یوځای کېناستل او د ستونزې په اړه یې حل لارې وړاندې کړې نو،په دې پړاو کې باید له دغو حل لارو څخه غوره هغه یې وټاکل شي.د غوره حل لارې ټاکلو لپاره اړینه ده لومړی ټولې حل لارې د یو نوم لړ په ډول ولیکل شي او بیا د هرې حل لارې ګټې او زیانونه پیدا شي، ورسته وکتل شي چې د هرې حل لارې ګټې ډېرې، ولې زیانونه یې کم وي د ستونزې د حل لپاره وټاکل شي.
  • د ټاکل شوې حل لارې عملي کول: لکه څرنګه مو چې په درېیم ګام کې وليدل له ټولو حل لارو څخه اقتصادي او غوره حل لاره ټاکل کېږي نو،په څلورم ګام کې هماغه حل لاره عملي کېږي، دغه ګام ډېر پېچلی ندی.
  • د پایلې کتل: د حل لارې تر عملي کولو ورسته کتل کېږي چې، آیا ریښتیا هم ستونزه حل شوه که نه؟ که چېرې ستونزه حل شوه نو خبره خلاصه شوه . ولې، که حل لارې ستونزه حل نکړه نو، بیاځلې باید په خپلو لومړینو قدمونو غور وکړو.ددې لپاره هم دوه لارې شته، لومړۍ لاره داده چې پروسه بېرته له سره پیل کړو او پنځه واړه قدمونه یې ترسره کړو چې، دې ته ( بشپړه بیا کتنه ) وایي او یا هم کولای شو لومړی څلورم ، بیا درېیم قدم او همداسې ښکته لاړ شو ترڅو و پوهېږو چې، په کوم ګام کې ستونزه وه دې ته ( نابشپړه بیا کتنه ) وایي. 

ددې لنډې لیکنې له لوست ورسته کولای شو ،ستونزې او مشکلات په آسانه ډول حل کړو، ښې او غوره پایلې ترلاسه کړو. بوني جین وايي: له ستونزو تېښته د ستونزو حل ندی.