کور / راپور / سعودي عربستان دمېرمنو لپاره لوبغالي ته د تګ اجازه ورکړه

سعودي عربستان دمېرمنو لپاره لوبغالي ته د تګ اجازه ورکړه

د سعودي په تاريخ کي د لومړي ځل لپاره ښځو ته دا اجازه ورکړه سوه چي کولای سي د فوټبال په سياليو کي لوبغالو ته ولاړي سي.

پر خواله رسنيو هم داسي انځورونه لاس پرلاس کېږي چي ښيي په رياض کي د کورنيو فوټبال سيالو لېدلو ته د لوبغالي په وره کي ښځي په ليکو کي ولاړي دي .

په دې اخرو کي په سعودي کي پراخ ټولنيز بدلونونه ترسترګو سوي دي چي په ترڅ کي ئې مېرمنو ته د پخوا په پرتله زيات حقوق ورکړل سوي دي.

اوس مېرمنو ته دا اجازه ورکول سوې ده چي په رياض، جده او دمام ښارونو کي د فوټبال لوبغالو ته د لوبو د نندارې لپاره ولاړي سي. د ملک فهد لوبغالي ته د مېرمنو د ورتګ له اجازې وروسته به دوی ته دا زمينه هم برابره سي چي د کورنيو لوبو د نندارې لپاره په جده کي د ملک عبدالله لوبغالي ته ورسي.

په ورته وخت کي سعودي د ښځو سکواش د لوبو سيالۍ برابري کړي دي.

د ۲۰۱۷ کال په نومبر کي په جده کي د ښځو د باسکټبال سيالۍ تر سره سوې چې شاوخوا ۳۰۰۰ تنو ښځو پکي د نندارې لپاره ګډون کړی وو.

ښځي به د لوبغالي په هغه څوکيو کي کښېني چي د مېرمنو او د هغوی د کورنيو لپاره ځانګړي سوي وي.

همدا راز د هغه مېرمنو لپاره چي خپل نارينه نه وي ورسره ملګري هم ځانګړي څوکۍ په پام کي نيول سوي دي.او د لوبغالي په دننه کي د خوړنځايونو ترتيبات هم د ښځو او نارينه وو ته په کتو برابر سوي دي.

ښځو ته دا ډول اجازه د هغه پروګرام يو برخه ده چي شاهزاده سلمان ئې وعده کړې ده او ويلي چې په ۲۰۳۰ کال کي به سعودي په دې برخه کي د پام وړ پرمختګ کړی وي.

دا اصلاحات او بدلونونه په سعودي کي ښځي ته د ازادۍ ورکولو په مانا دي.

په سعودي کي ښځو ته لوبغالو ته د تګ اجازه وروسته تردې ورکول کېږي چي په دغه هيواد کي څه موده وړاندي ښځو ته د موټر چلولو اجازه هم ورکړل سوه.

ددې ترڅنګ ښځو د هيواد په ملي جشن کي د ګډون اجازه هم ترلاسه کړه .