کور / تازه خبرونه / يوانسان تښتونكى ونيول شو

يوانسان تښتونكى ونيول شو

دهلمندولايت په مركز لښكرګاه كې نن سهار يوانسان تښتونكى چې ديوه ماشوم دتښتولو هڅه يي كول ونيول شو.


دهلمنددجنايي جرمونو دادارې مرستيال سمونمل محمداسمعيل وويل چې له نيول شوي كس سره يوبل تن هم همكارى لرل چې دپوليسو تر تعقيب لاندي دي .


هغه وويل چې نيول شوى تن دلښكرګاه اوسيدونكي دي .


په هلمندولايت كې په دې ورستيو كې دانسان تښتولو پيښې ډيرشوې اوددغه ولايت له هري ولسوالي څخه هره ورځ ديوه نه يوتن دتښتولو خبر تر  رسنيو پوري رسيږي .


تيره اونۍ دهمدغي ستونزي په اړه دهلمندقومي مشرانو يو ه په يوه پريكړه كې ويلي وه كه  حكومت دانسان تښتونكو په نيولو كې پرځاي ګام پورته نه كړي نو نور دغسي حالت دزغملو وړنه دي اوبايد قوم خپله خپلي ستونزي حل كړې .