کور / تازه خبرونه / په ترکيه کي ناسته د سولي پر ځای د تير ايستلو هڅه ده

په ترکيه کي ناسته د سولي پر ځای د تير ايستلو هڅه ده

لراوبر

يوې باوري سرچينې لراوبر ته وويل چي ملا عبدالروف اخند ترکيې ته د آی ايس آی او ملي امنيت په ګډه همکاري د هغو نيوکو د دفع کولو په موخه ليږل سوی دی چي وښيي د سولي شورا د مخالفينو سره د سولي په اړه د خبرو اترو کوښښ کوي.

سرچينې وويل چي پر ملاعبدالروف اخند او ملګرو يې تور دی چي له افغان حکومت سره د سولي خبرو علاقمند طالبانو لکه ملامحمدرسول اخند په ترور يا isi ته په ور پيژندلو او زنداني کولو کي لاس لري.

د سرچينې د معلوماتو پر اساس ملاعبدالروف اخند په په کوئټه کي اوسيږي چي يو کور يې په پښتون اباد او دوهم کور يې د حاجي فيض الله ميرالزي په کلي کي دی.

د ملاعبدالروف اخند په اړه دا هم ويل کيږي چي فطرتآ تر سولي جګړې او غچ اخستلو ته ترجيح ورکوي په طالب مشرتابه کي دا کيسه مشهوره ده چي دسولي په موخه چي څوکاله مخکي طالبانو د عالمانو یو وفد ګمارلي وو چي په ټول افغانستان کي وګرځي

او د هر صاحب نظر که طالب وي، عام وګړي که ملکي يا نظامي کسانو څخه په تحریري توګه مشوره واخلي چي موجوده دولتي چارواکو ته له دولته په راجلاکيدو د سر و مال د ساتني ډاډ ورکړي خو همدا ملا رؤف ددې نظر مخالفت کاوه او پر غچ اخستلو يې ټينګار کاوه.

د نوموړي په اړه په دا وروستيو کي داسي اوازه خپره سوه چي ګواکي استخباراتي کړيو نيولی او زنداني کړی دی مګر وروستيو معلوماتو دا اوازه غلطه ثابته کړه.

د يادوني وړ ده چي په ترکيه کي د حکومت، طالبانو او سولي شورا د استازو لخوا د سولي په نامه خبري هغه وخت له پوښتنو او ملنډو سره مخامخ سوې چي د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد اعلان وکړ چي ترکيې ته تللي کسان ددوی استازي نه دي او ملاعبدالروف اخند هم د طلوع خبريال ته د خپل موقف، ځای ځاګي او طالبانو لخوا د شرطونو په اړه له معلوماتو ورکولو ډډه وکړه.