کور / راپور / د کونړ له ناړۍ ولسوالۍ څخه د جګړې له ويري لسګونه کورنۍ وتلې

د کونړ له ناړۍ ولسوالۍ څخه د جګړې له ويري لسګونه کورنۍ وتلې

د کونړ ولايت له ناړۍ ولسوالۍ څخه لسګونه کورنۍ له دې کبله وتلي چي د افغانستان او د پولي ها غاړي ځواکونو ترمنځ د نښتي اوازې خپرې سوي دي.

د يادي سيمي د ډيورينډ کرښي په اوږدو کي پاکستاني پوځيان غواړي اغزن تار وغځوي او په دې سره غواړي د ډيورنډ کرښي رسمي بڼي ته لاره هواره کړي، چي افغان حکومت په وارو وارو ددا ډول ګام سره سخت مخالفت څرګند کړی دی. خو اوس داسي برېښي چي د پاکستاني ځواکونو په دې ګام سره افغان ځواکونه ګوته پرماشه دي.

د افغان حکومت په وينا په ياده سيمه کي خلګو ته امر سوی دی چې له خپلي خاوري او ځان څخه پوره دفاع وکړي او د بېځايه سويو کورنيو سره د مرستو پر پروګرام هم کار روان دی.

د پاکستان پوځ غواړي د دوکلام او ارندو ترمنځ  اغزن تار وغځوي او په دې سيمه کي دروازې ولګوي ، همدغه کار افغان حکومت او خلک دواړه راپارولي دي.

د کونړ د پولیسو مشر پاسوال جمعه ګل همت وايي کابل ورته د خپلې خاورې د کلکې ساتنې امر کړی:

“د افغانستان د وسله وال پوځ د اعلی سرقومندان حکم موږ ته رارسېدلی دی، که د پاکستان نظامیان، چې همدا اوس لګیا دي، جګړه یا د اغزن تار غځول پیل کړي، تاسو به په متانت او مېړانه دفاع کوئ.”

د ناړۍ ولسوالۍ ولسي خلګو هم وسلو ته لاس اچولی او د حکومت د امر په انتظار دي.

د ناړۍ ولسوالۍ اوسېدونکی او د ولایتي شورا غړی حاجي شیر زمین وايي:

“زموږ نظامي قطعات د تیارسئ په حالت کې دي، پاکستان تل غوښتي زموږ هېواد کې نیابتي جګړه وکړي. له دې سیمې نژدې ۹۰ سلنه کورنۍ وتلې او نور یې د وتلو په حال کې دي. ددوی سره د مرستو لپاره تر اوسه هېڅ  تدابیر نه دي نيول سوي .”

د کونړ ولايتي اداره وايي: د موضوع په هکله مو د سیمه ییزو ارګانونو دخپلواکي ادارې سره خبره  شریکه کړې ده ، اوس د ولایتي ادارې له خوا د سروې او مرستې چمتووالي روان دی

په ياده سرحدي ولسوالۍ کي چي پوري غاړي ته ئې د چترال دی وړاندي هم د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته پکې رامنځ ته سوې وه چي دواړو غاړو ته مرګ ژوبله پکې اوښتې وه.

دا ځل د افغان امنیتي ځواکونو په څنګ کې ځايي خلک هم سره یولاس سوي ترڅو د اغزن تار او دروازې د جوړولو مخه ونيسي.