کور / سياسي / امريکايي مطبوعات، او د ارګ او عطا نور کیسه:

امريکايي مطبوعات، او د ارګ او عطا نور کیسه:

واحدفقيري

نیویارک ټایمز د جنوري پر ۱۵ لیکي: ګورنر عطا نور په ډوبۍ کي وو چي خبر سو چي جمهورریس غني برطرفه کړی دئ. نیویارک ټایمز کاږي چي ښايي جمهورریس غني پدې برخه کي غلطه سیاسي محاسبه کړي وي.

نیویارک ټایمز کاږي چي پخوا هم په افغانستان کي داسي کارونه سوي دي. عطا نور نیویارک ټایمز ته ویلي دي: ارګ فکر کاوه چي زه هم د نور والیانو په څېر په کاغذ برطرفه کېږم، او په مکتوب مقررېږم. مګر ارګ باید پوه سي چي زه د یو سیاسي ګوند له مشرانو څخه یم. او زه کریزما لرم.

نیویارک ټایمز لیکي چي عطا نور تېره میاشت په ډوبۍ کي د امریکايي تاجر او د بلاک واټر د پخوانی مشر اریک پرېنس سره ئې ملاقات درلود چي د خپل برطرفۍ خبر ور ورسېد.

هغه په مزار شریف کي نیویارک ټایمز ته ویلي دي: موږ به په آینده انتخاباتو کي قوي حضور ولرو، ارګ غواړي چي موږ په راتلونکي انتخاباتو کي حاشیې ته کړي، خو موږ به دې کار ته اجازه ور نه کړو.‌ که چیري زما پارټۍ ما ته اجازه راکړي، زه به په آینده انتخاباتو کي یو کاندید یم. زه نه غواړم چي نور دوهم کس و اوسم.

نیویارک ټایمز لیکي یوې واقعې د عطا نور په برطرفه کولو کي ښايي مهم رول لوبولی وي، او هغه دوې میاشتي مخکي پېښه سوه. هله د ناټو د تیلو ټانکونه په مزار شریف کي د عطا نور د ملیشاوو لخوا توفیف سول. د عطا نور پلویانو ادعا کوله چي دا ټانکونو د ناټو په نامه قاچاقي تیل انتقالول. مګر ځیني نور خلګ بیا وايي چي د عطا نور خلګو له همدې ټانکونو څخه خپله ونډه غوښتله.

نیویارک ټایمز لیکي چي غربي منابع وايي چي دې قضیې په افغانستان کي د امریکايي قواوو قومندان جنرال نیکلسن سخت په قهر کړ. پدې وخت کي د ارګ چارواکو هم جنرال نیکلسن ته د عطا نور په باب مذمت ته کش ورکړ.

مګر عطا نور وايي: نیکلسن باید خپه سوی نه وای،‌ هغه باید ما ته د یو مېړه غوندي ټیلفون کړی وای، او د قضیې په باب ئې زما سره خبري کړي وای.

نیویارک ټایمز لیکي چي پدې ورځو کي عطا نور په بلخ ولایت کي ډیر فعاله سوی دئ، او هره ورځ د خپلو پلویانو سره ملاقاتونه لري. او مدام پر ډاکټر عبدالله باندي حملې کوي. هغه دوه مخي بولي.

وال سټریټ ژورنال:

وال سټریټ ژورنال د جنوري پر ۱۵ باندي له مزار شریف څخه لیکي چي یوه میاشت کېږي چي عطا نور جمهورریس غني ته چنلچ ورکوي، خو اشرف غني شوه راوړي. وال سټریټ ژورنال لیکي چي د کابل مقرر سوی والي په کابل کي بېکاره ناست دئ.

وال سټریټ ژورنال وايي چي د دواړو خواوو لپاره دا مقابله اوس حیاتي سوې ده، ځکه هیڅوک ماته نه سي زغملای.

وال سټریټ ژونال لیکي چي عطا نور له کابله یوولس (۱۱) غوښتني کړي دي،‌ او لومړی شرط ئې دا دئ چي اشرف غني به هغه رسما د مزار شریف والي مقرره کوي.

وال سټریټ ژورنال لیکي چي په ارګ او کابینه کي وضع دونه خرابه ده چي جمهورریس اشرف غني د کابینې په یوه مجلس کي د قوې په زور د عطا نور د ایستله کولو موضوع مطرح کړې وه، خو د افغانستان د مسلح قواوو لوی درستیز د اعتراض په توګه له مجلسه وتلی وو.

وال سټریټ ژورنال لیکي په کابل کي د امریکا سفارت پدې باب هیڅ نه وايي او ټول سوالونه واشنګټن ته راجع کوي.

وال سټریټ ژورنال وايي عطا نور په مزار شریف کي لکه یو سلطان ګرځي، او هره ورځ د سلهاوو خلګو سره ګوري. هغه وايي د زه د بلخ پر خلګو ګران یم.

عطا نور وال سټریت ژورنال ته ویلي دي چي جمهورریس ټرمپ باید یوازي اشرف غني او په ارګ کي د هغه دار و دستې ته غوږ و نه نیسي، بلکي د افغان ټولني له نورو مشرانو سره هم اړیکي وساتي.

هغه وايي: ښاغلی ټرمپ او سلا کاران ئې باید پدې پوه سي چي که چیري هغوی د ګڼ شمېر افغان مشرانو سره سلا مشوره و نه کړي، د هغوی د جنوبي اسیا ستراتیژي به ناکامه سي. دوی باید یوازي د ارګ حلقې ته غوږ و نه نیسي.

وال سټریت ژورنال لیکي کله چي عطا نور خبر سو چي کابل برطرفه کړی دئ، هغه سمدستي خپلو پلویانو ته ټوپک او نور مهمات توزیع کړل.