کور / سياسي / عطاء دي امتحان کړای شي

عطاء دي امتحان کړای شي

کمال الدین ځواک
عطا دې امتحان کړای شي چې په رښتیا د خلکو استازی دی که نه؟ خلک به ترې ملاتړ وکړي او که د مزار په کوم څلورلاري کې به یې په رسې وځړوي؟

افغان ولس له امریکایانو سره بله هېڅ ډول ستونزه نه لري او ان د مرستو منندویان یې دي، خو په دې ترې سخت خپه دي چې هم له شوروي سره د جګړې پر مهال او هم یې اوس له ډېرو بدمرغو جنګسالارانو ملاتړ کړی، هغوی یې واک ته رسولي او استخباراتي پانګونه یې پرې کړې ده. دغه جنګسالاران تل د بیت المال او خلکو د شتمنیو پر لوټ او تالان اخته وو، د بې ګناه افغانانو وینې یې توی کړې دي، د خلکو پر مال، عزت، شرافت، ناموس، ابرو او انساني کرامت تجاوز کړی، هېواد ته یې بلا زیانونه اړولي دي او د افغانانو د فقر، بېوزلۍ، بې روزګارۍ، بېچاره ګۍ، وروسته پاتې والي او بې عزتۍ اصلي لامل دي.

د شورویانو د ناکامۍ اصلي علت هم همدغه و چې د خپلو ګټو په تړاو یې د افغان ولس پرځای د یوې ډلې او یوشمېر محدودو کسانو ملاتړ کاوه او د امریکایانو د ناکامۍ اصلي سبب هم همدا دی چې دوی هم د خپلو ګټو په تړاو د افغان ولس پرځای د یوشمېر محدودو کړیو، اشخاصو، جنګسالارانو او جنګی جنایتکارانو ملاتړ کوي. امریکایان باید په وازو غوږونو دغه خبره واوري او په زړه کې ورته ځای ورکړي، که په افغانستان او سیمه کې د امریکا ګټې مشروع وي، نو دغه ګټې له افغان ولس پرته بل هيڅوک نه شي تضمینولای او که دغه ګټې نامشروع وي، نو د جنګسالارانو د مټ په شمول هيڅوک به یې پر افغانانو او د سیمې پر ولسونو ونه شي تپلای.

امریکایان بله لار نه لري او باید همدغه واقعیت ته غاړه کېږدي او د جنګسالارانو له ملاتړه دې لاس واخلي او نور دې د افغان ولس پر غمونو نه ورزیاتوي.

په افغان ټولنه کې جنګسالار یو تعریف شوی مجرم او جنایتکار شخصیت دی، چې په یوه قوم پورې اړه نه لري، بدبختانه په ټولو قومونو کې شته او تر بل هر چا ډېر زیان یې هم د همغه قوم خلکو ته رسېدلی دی. ځکه د همغه قوم مشران، خدمتګاران، د عزت او پګړۍ سړي وژلي دي، ځمکې یې غصب کړې او د خلکو پر ناموس او عزت یې تجاوزونه کړې دي، چې د دوستم او ایشچي بېلګه يې تر ټولو روښانه بېلګه ده.

همداراز د معلم عطا لاسونه تر بل هر چا ډېر د مزاریانو په وینو سره دي، هغه له شوروي سره د جګړې له مهاله نیولې تر پرونه پورې د مزار خلک ربړولي، تر تجاوز لاندې راوستي، نیم د مزار ښار یې غصب کړی او تر ناروا ملکیت لاندې راوستی او د ظلم او تعدا او د استعمارچیانو د ملاتړ له لارې یې ځان پر خلکو تپلی دی.

عطا د دولت د وروستیو اقداماتو او څرګندونو په وړاندې څرګنده کړې چې د چا په لاسلیک نه دی مقرر شوی، تر څو چې دی وي لاسلیک به یې د مزار په ټولو رسمي او دولتي ادارو کې چلېږي، که دولت یې معاشونه بند کړي نو دوی به پر دولت د حیرتانو د بندر عواید بند کړي او له دې عوایدو به خپلو مامورینو ته معاشونه ورکړي.

عطا چې په دې وروستیو کې په یوشمېر په زور رابلل شویو غونډو کې راڅرګندېږي، په ښکاره د دولت په وړاندې د خپل بغاوت څرګندونه کوي او وايي چې د خلکو له تربیونه غږېږي، د بلخ او زیات شمېر ولایتونو خلک ترې ملاتړ کوي، دولت یې په وړاندې د زور له کارولو بېوسه دی، ځکه چې ۷۰ سلنه امنیتي ځواکونه د ده پلوي دي او جګړه ورسره نه کوي.

د عطا او دولت لانجه له دې ځای پیل شوه چې جمهور رییس وروسته له شپږو میاشتو د عطا استعفا ومنله او عطا یې په وړاندې بغاوت وکړ چې ګوندې ده خپله استعفا له یوشمېر شرطونو سره وړاندې کړې وه او که د جمهور رییس له لوري نوموړي شرطونه و نه منل شي، نو دی به هم خپله استعفا ونه مني.

د دولت له خوا د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم په وړاندې د یوې عدلي او قضايي قضیې او دوسیې څېړلو او له هېواد څخه تېښتې ته د نوموړي مجبورېدلو خلک یو څه د فساد او جنګسالارۍ پر وړاندې د حکومت او دولت پر مبارزه باوري کړي وو او دغه بهیر یې د هېواد راتلونکي ته په نېک فال نیولی و، که اوس هم په روانه لانجه کې دولت کامیابېږي او عطا له خپلې مخې لرې کوي، نو دا به په دې معنا وي چې له فساد او جنګسالارۍ سره مبارزه خپل یوه یقیني پړاو ته رسېدلې او کومه تصادفي خبره نه ده.

د عطا د خبرو پرخلاف د هغه په وړاندې د دولت نرم دریځ او تمکین شاید دولت د کمزورۍ په معنا نه وي د قوت په معنا يې وي او که اړتیا راپېښه شي؛ نو کېدای شي  په اجراتو کې يې یو انتخاب دا هم وي چې عطا د خپلو ادعاوو حقانیت ته وسپاري او دا امتحان کړي چې په رښتیا عطا د مزار د خلکو استازی دی او خلک ترې ملاتړ کوي؟ هغه داسې چې افغان دولت به خپل ټول امنیتي ځواکونه او دولتي تاسیسات د مزار له ښار او بلخ له مربوطاتو شاته کړي او نتیجې ته به په تمه شي او وبه ګوري چې عطا په رښتیا مزار او بلخ اداره کولی او امنیت یې ساتلی شي او که د بلخ د خلکو، یا طالبانو او یا داعش په لاس د مزار په کوم څلورلاري کې په رسۍ ځړول کېږي.    

افغان دولت شاید په دې لار کې له هېڅ ډول نتیجې اندېښمن نه اوسي، ځکه که ثابته شي چې عطا د خلکو استازی دی نو راتلونکي کې به یې په همدې تله تلي او چلن به ورسره کوي او که خبره برعکس ثابته شوه او عطا د مزار په کومه څلورلاري کې په دار وځړول شو، نو د شیخ مصلح الدین سعدي په وینا له یوې خوا د مار سر به په دښمن ټکول شوی وي او له بلې خوا دولت ته به د هغه د وژلو پړه پرغاړه پرېوتې نه وي، چې کېدای شي د جمعیت یوشمېر یاران پرې له دولته خپه شي.

د افغان ولس له سره د جنګسالارانو کمېدل او په هېواد کې د ټولو غصب شویو او نارواوو ملکیتونو او شتمنیو سرکاري کېدل د افغان ټولنې له ستراتيژیکي اړتیاوو څخه دي او له دې پرته به په هېڅ صورت په هېواد کې سوله، امنیت او ثبات رامنځته نه شي.