کور / علمي / د اتوپيا خيالي ښار او عملي پايلې

د اتوپيا خيالي ښار او عملي پايلې

ليکوال: زاهد صديقي

اتوپیا څه ده؟ ولې توماس مور اتوپیا انځور کړه؟ له اتوپیا څخه موخه څه وه؟ اتوپیا د سیاستوالو پام کوم لوري ته کړ؟ توماس مور د انګلستان د ۱۵ مې پېړۍ سیاست‌پوه، حقوق‌پوه او فیلسوف و. اتوپیا د توماس مور اثر دی چې له ۱۵مې تر ۱۶مې پېړۍ په لومړیو کې خپور شو.  اتوپیا ارمان‌ښار، ایده‌ال او خیالي ښار دی. مور دلته د یوې جزیرې خیالي کېسه انځوروي. د رافایل په نوم لامبوزن د امریکو جزیرې د لټې په موخه ځان دریاب ته غورځوي. لار ترې ورکېږي. ناپېژنده جزیره مومي چې نوم یي اتوپیا ده. توماس مور د رافایل په ژبه د دې جزیرې په اړه نکل کوي او ځانګړنې یې وایي؛ اتوپیا ۵۴ ښارونه لري، ټول اوسېدونکي يې ډېر هوسا او سوکاله دي، په دې جزیره کې هیڅ بې‌عدالتي نه‌شته. له پلازمېنې پرته نور ټول ښارونه په یو شان جوړ شوي دي. ټول کورونه یوشان او یو ډول دي چې دوې دروازې لري. یوه دروازه يې د بهر پر لور او دویمه یي د باغ پر خوا ده. کورونه په دوو کلونو کې یو ځل د پچې اچونې له مخې د خلکو تر منځ بدلېږي. د ښار دروازې د خلکو پر مخ خلاصې دي، چور او غلاوې پکې نه‌شته. شخصي ګټې پکې نه‌شته، بلکې مشترک دي. د مجردانو او متاهلو ترمنځ توپیر کېږي. ټول عادي کاروبار کوي. په دې جزیره کې کاري وخت ۶ ساعته دی. اسیران او بهرني مهاجران غلامان دي. ودونه هم کېږي او ناوړه اړیکې منع دي. ټول خلک یو شان، یو ډول او یو رنګ جامې اغوندي. له هرې جوړې اووه کاله ګټه اخیستل کېږي. سیاسي جوړښت ډیموکراټیک دی، انتخابات کېږي او هرې۲۰۰ کورنۍ يې یو استازی ټاکي. دیني او مذهبي ازادۍ شته او د جزیرې رسمي دین خدای‌پرستي ده. بهرنی سیاست، دا جزیره د یوې لویي قارې څنګ ته پرته ده، اجازه نه ورکوي چې ځواکمن هېوادونه پر کمزوريو تېری وکړي. خیالي کېسه، عملي پایلې زېږوي د توماس مور د اتوپیا خيالي ښار سیاستوال دې ته اړ باسي چې دوی څنګه کولای شي، داسې یو حاکم وضعیت را منځ ته کړي. له بلې خوا د کمونېزم اصولو ته لار هواروي، وروسته د سوسیالیزم او عدالت غوښتنې خوځښتونه د همدې خیالې ښار پر بنسټ جوړ او پلي کېږي. اتوپیا د نړۍ د فیلسوفانو تر منځ یو تود بحث شو.