کور / راپور / په کابل کې د امریکا نوي سفیر: واشنګټن د بلخ ولایت پر سر د رامنځ ته سوي جنجال د سوله ييز حل ملاتړی دی

په کابل کې د امریکا نوي سفیر: واشنګټن د بلخ ولایت پر سر د رامنځ ته سوي جنجال د سوله ييز حل ملاتړی دی

د افغانستان لپاره د امريکا نوي سفير جان باس دا هم ويلي چي د بلخ اړوند موضوع د افغانستان کورنۍ مساله ده او بايد د ياد هيواد د اساسي قانون په چوکاټ کي حل سي.

د امریکا سفیر سفير چي په لومړي ځل ئې خبري کنفرانس کي خبري کولې وويل چې ولسمشر د قانون له مخې د چارواکو ټاکلو او ليرې کولو واک لري او ټولې خواوې باید ملي ګټو ته لومړیتوب ورکړي.

شاوخوا يوه مياشت وړاندې ولسمشرۍ ماڼۍ د د بلخ والي عطا محمد نور د استعفا منل کېدو خبر ورکړ، خو ښاغلي نور ددې پريکړي سره مخالفت څرګند کړ او لا تر اوسه پر څوکۍ ناست دی.

د امريکا نوی سفير جان باس وايي: امريکا په سوله ييز شکل غواړي چي ياده ستونزه ژر تر ژره حل سي.

افغانستان کې بلخ ولایت پر سر د رامنځته شوي جنجال یوه میاشت تېرېږي. کابل کې د امریکا نوی سفیر جان باس وایي، هېواد یې په بیړني او سوله ییز ډول د راټوکېدلي سیاسي کړکېچ د حل غوښتونکی دی. او د امریکا له نظره دغه جنجال د زور یا تاوتریخوالي له لارې د حل کېدو وړ نه دی او اړتیا ده چې سیاسي حل ته ئې لاره وموندل سي:

“په بلخ کې رامنځته شوې ستونزه باید خپله د افغانانو لخوا د دغه هېواد د اساسي قانون په چوکاټ کې، د قانون حاکمیت او دې اصل ته په کتو حل شي چې هېڅوک له قانونه پورته نه دی.