کور / راپور / د اداري فساد سره د مبارزي د رئيس ورور عادل هاشمي د اداري فساد کولو په تور ونيول سو

د اداري فساد سره د مبارزي د رئيس ورور عادل هاشمي د اداري فساد کولو په تور ونيول سو

کندهار والي تورن جنرال زلمي ویسا د پنجشنبې په ورځ د يوې خبري ناستي پر مهال وويل چي امنيتي ځواکونو د اداري فساد سره د مبارزي د رئيس ورور عادل هاشمي د اداري فساد کولو په تور نيولی.

ښاغلي ويسا وويل، په ياده قضيه کي يو تن څارنوال هم شکېل دی چي د نيول کېدو پر مهال يې پر امنيتي ځواکونو د توپنګچې ټکان کړي او تښتېدلی دی چي د نيول کېدو هڅي يې رواني دي.

کندهار والي وويل، د اداري فساد سره د مبارزي د رئيس ورور عادل هاشمي او يو څارنوال د طبعي پېښو په وړاندي د مبارزې رئيس ته زنګ وهلی او د شل زره ډالرو غوښتنه يې ځنې کړې وه او د نه ورکولو په صورت کي يې له دندي څخه د ګوښه کېدو ګواښ هم ورته کړی وو.

هغه وويل، د طبعي پېښو په وړاندي د مبارزې رئيس په دې اړه ولایتي اداره او امنيتي ځواکونه په جریان کي کړه. وروسته امنیتي ځواکونو نښاني سوي لوټونه د طبعي پېښو په وړاندي د مبارزې رئيس ته ورکړل، تر څو عادل هاشمي او څارنوال ته يې ورکړي.

ښاغلي ويسا وويل، عادل هاشمي او څارنوال د امنیتي ځواکونو تر څار لاندي وه او کله چي يې د طبعي پېښو په وړاندي د مبارزې د رئيس څخه پيسې واخيستلې، نو عادل هاشمي د پيسو سره يو ځاي ونيول سو خو څارنوال پر امنيتي ځواکونو د توپنګچې ټکان کړی او تښتېدلی دی.

کندهار والي تورن جنرال زلمي ويسا همدراز د ياد خبري کنفرانس پرمهال وويل چي ولایتي اداره په ټول توان د اداري فساد د له منځه وړلو هڅه کوي.