کور / تازه خبرونه / ۲۵ کلن افغان پيلوټ د الوتکي په پېښه کي مړ سو

۲۵ کلن افغان پيلوټ د الوتکي په پېښه کي مړ سو

د پيلوټۍ په زدکړو بوخت ۲۵ کلن افغان چي احمد نوميدئ د هغه د الوتني ښوونکی سره يو ځای په برتانيا کي د الوتکي رالويدلو له امله مړ سو.


لراوبر ته د احمد د کورنۍ غړي عبدالعزيز وايي” نوموړي غوښتل چي پيلوټي زده کړي او په افغانستان کي کار وکړي چي ځوانيمرګ سو. عبدالعزيز وايي احمد د خپل هيواد لپاره ډير ارمانونه لرل”
د نوموړي کورنۍ په کويټ کي اوسيږي خو د احمد مړی درې ورځي مخکي د جنوري پر ۱۵مه په کندهار کي خاورو ته وسپارل سو.
ځايي رسنيو د پېښي د نور تحقيق او څېړني خبر ورکړی دی.