کور / راپور / په جوزجان کي د طالبانو او اسلامي دولت ( داعش) ډلي ترمنځ جګړه روانه ده

په جوزجان کي د طالبانو او اسلامي دولت ( داعش) ډلي ترمنځ جګړه روانه ده

دجوزجان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي:  له درو ورځو راهيسته د طالبانو او اسلامي دولت (داعش) ډلې ترمنځ جګړه روانه ده

د چارواکو په وينا ، په جګړه کي دواړو لوريو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جوزجان د والي ویاند محمد رضا غفوري پر خپله فیسبوکپاڼه لیکلي، دا نښته د سرپل لپاره د طالبانو د نومول سوي والي ملا نادر د ورور له وژل کېدو وروسته پیل سوې ده، چې ویل کېږي داعش ډلې وژلی.

د غفوري په وینا، جګړې هغه وخت لا زور واخيست کله چې د داعش یو قومندان ملا غضنفر له طالبانو سره یوځای سو.

د نوموړي په وینا، د ملا غضنفر په تسلیمېدو سره، د داعش او طالبانو ترمنځ د دغه ولایت درزاب ولسوالۍ په خواجه عرب او قورغ کلیوالو سیمو کې نښتې پیل شوې.

نوموړی زياتوي، په دې نښته کې طالبانو اقسای، اقبلاق، تراغلي افغانیه او خینې نورې سیمې له داعش ډلې څخه ونیولې.

د والي ویاند زیاتوي، په دې نښته کې د داعش اته او د طالبانو شپږ جنګیالي وژل سوي. په وژل سویو کي له طالبانو سره د داعش یو نیول سوی قومندان حاجي ذیني هم دی.

سرچینه زیاتوي، په نښتو کې پنځه ولسي وګړي هم ټپیان شوي.

وړاندې د جوزجان ولایت سیمه ییزو چارواکو ویلي وو، د داعش او طالبانو ترمنځ جګړه کې لږترلږه ۴۹ کسان وژل سوي دي.