کور / روغتيا / که ځان د ښه فکر خاوندان بولئ، نو دغه یوولس (۱۱) کارونه مه کوئ

که ځان د ښه فکر خاوندان بولئ، نو دغه یوولس (۱۱) کارونه مه کوئ

ژباړن: حضرت عثمان نوري

په غښتلي توګه ذهني خلک د روغتیايي عادتونو درلودونکي وي او خپل احساسات، فکرونه، او چلندونه په داسې طریقه اداره کوي، چې په کې د سوکاله ژوند ځانګړنې موجودې وي. تاسې ددې شیانو هڅه وکړئ؛ او په خپل ښه فکر خپلې چارې مخته یوسئ.

لومړی: خپل وخت مه ضایع کوئ

پڅ ذهنه خلک اکثره وخت له خپل وخت ګټه نه شي اخیستلی او د کاري بوختیاو لپاره منظم پلان نه لري. که تاسې په داسې ټولنه کې اوسیږئ، چې مینوال او ملګري ډېر ولرئ، نو هغویو ته هم خپل وخت وټاکئ او ددې سربېره خپلو کارونو ته هم ښه پام وساتئ او خپل وخت بې ځایه مه تیروئ.

دوهم: خپل همت له لاسه مه ورکوئ

که تاسې د کوم کار توان نه لرئ، نو ژر په دې قناعت مه کوئ چې دا کار نه شم کولی، او یا دا جملې زیات وخت مه تکراروئ چې (زموږ ادارچي یا مشر ښه سړی نه دی، زه ددې کارمندانو سره کار نشم کولی، دا کار له مانه نه کیږي، زه دومره تکړه نه یم او داسې نور….)  بلکې تاسې له حالاتو سره مبارزه وکړئ او چې څومره هم سختي وزغمئ، هومره لا ښه مخته تللی شئ.

.

دریم: په خپل حال مه پاتې کیږئ (بدلون وکړئ)

معتبر خلک د بدلون هڅه کوي، او تل ددې په لټه کې وي چې په خپل مسلک او کار کې رغنده ګامونه واخلي. که تاسې د مثبت بدلون هڅه کوئ، دا ددې معنا لري چې تاسو په خپلو وړتیاوو باور لرئ.

څلورم: خپله انرژي بې ځایه مه مصرفوئ

په هغو کارونو زیاته تکیه مه کوئ چې تاسو خسته کن کوي او پایله یې بې ګټې وي، بلکې په خپل ژوند کې په هغه څه زیات تمرکز وکړئ چې تاسو ورسره عادي یاست او په دې وپوهېږئ چې تاسو بریالي کوي.

پينځم: ډار او وېره مه کوئ

پياوړي خلک غښتلې هیلې لري، ځکه خو د هر چا په خوشحالۍ خوښ او په غم یې ځان غمجن بولي. ډار او وېره له ځانه لرې کړئ، ځکه ډار ستاسو مخه ډب کولی شي، همداراز چې کله کوم چا تاسو ته منځګړیتوب ( د انصاف پرېکړه) درکړه؛ بیا نو منصفانه حالت غوره کړئ.

شپږم: د حساب ورکولو په اړه زیاته اندېښنه مه کوئ

 که تاسې خپل کارځای کې د خپل مسؤلیت حساب ورکوئ، په دې اړه زیاته اندېښنه مه کوئ، ځکه اندېښنه تاسو احساساتي کوي او فکر مو بل خواته اړوي، که تاسې لوی قضاوت کوئ، ممکن ډېر وخت ونیسي، خو که په آرامه ډول خپل فکر په کار واچوئ او خپل کار ته مو پام وکړئ، تاسو شاته نه پاتې کېږئ.

اووم: پرلپسې تېروتنې مه کوئ

که تاسې په چارو کې ډېری وخت تېروځئ، نو تر هغه دوام مه ورکوئ؛ څو مو خپل فکر نه وي آرام کړی. بیا خپله ددې ستونزې حل پېدا کړئ چې ولې تېروځو؟ مه هېروئ! که بیا مو هم ستونزه حل نه شوه؛ له خپل ملګري مو مرسته وغواړئ.

اتم: له تېرو تېروتنو زده کړه وکړئ

فکرمند اشخاص له تېرو تېروتنو درس اخلي او په راتلونکي کې یې جبرانوي. که تاسې په تېر وخت کې تېروتنې کړي وي، بیا یې مه تکراروئ او په دوامداره توګه لومړی د خپل فکر سنجولو وروسته د خپل فعالیت لپاره یو منظم پلان جوړ کړئ.

نهم: بخیلتوب مه کوئ (خوشبینه اوسئ)

د ښه فکر خاوندان حسد نه کوي، او دوی دا مني چې بریا د سخت کار وروسته راځي. همداراز دوی په دې هم پوهیږي چې بریالي اشخاص په خپل ژوند کې هر ډول تکلیفونه او ستونزې ګاللي، بیا دې مقام ته رارسیدلي.

لسم: ناکامۍ ته مه تسلیمیږئ

که تاسې د پرمختګ لپاره هلې ځلې کوئ، او هلې ځلې مو کومه پایله نه ورکوي، نو مه تسلیمږئ او په دې خبره ځان ته قناعت مه ورکوئ چې (دا کار نشم کولی) بلکې خپلې هلې ځلې دوه چنده او په دې برخه کې کوټلي ګامونه واخلئ. که تاسې د کوم کار لپاره پياوړې او غښتلې ارادا ولرئ، حتما پایله یې ښه ترلاسه کولی شئ.

یوولسم: له تنهایئ (یواځې والي) څخه سمه ګټه واخلئ

له تنهایئ مه ډاریږئ، تاسو په یواځې والي کې په آرامه فکر خپل ډېر کارونه په ښه ډول ترسره کولی شئ. که تاسې له کومو مغلقو او پیچيده موضوعاتو سره مخامخ کیدلی، نو په تنهایئ کې حل درسره په لنډ او تنګ وخت کې مرسته کولی شي.