کور / د ډيورنډ کرښه / د پاکستان حکومت په کوزه او بره پښتونخوا کې یوشان ګډوډي غواړي

د پاکستان حکومت په کوزه او بره پښتونخوا کې یوشان ګډوډي غواړي

دا ټولو ته ښکاره ده چې د پاکستان دولت پښتون مېشتې سیمې او ولسونه یې افغانان ګڼي، ددې له امله خو په هیڅ یوه برخه کې ورته مناسب خدمتونه نه کیږي لکه تعلیمي چاپیریال څخه نیولې بیا تر روغتیا، امنیت او داسې مختلفې برخې، په ټولو کې یې پښتانه شاته پاتې دي که د ورانونکي نوم وي پښتون ته یې ورکوي، که چیرته د پښتون یا پښتنو انځور خلکو ته ښايي نو د جنګ پلوي انسان لقب ورکوي او هغه سهولتونه او اسانتیاوې چې د پاکستان نورې سیمې ورڅخه برخمنې دي د پښتنو سیمې ورڅخه بې برخې دي.

که چیرته د پاکستان دننه خپل دولت یې بمباري کوي په پښتنو یې کوي، که یې ولس ګډوال کیږي پښتانه یې خپلې سیمې پریږدي، زه ددې موضوع یو مثال وړاندې کوم تاسې به څو کاله وړاندی د خوست سیمه کې وزیرستاني او د هغې لوري نور ګډوال لیدلي وي چې څومره په ظلم یې له خپلو سیمو شړلي وو چې بیا د امریکا یو چارواکی یې په همغې سیمې وګرځاوو او نوم یې دا ورکړ چې دا خلک ترهګر وو او مونږ یې پر وړاندې عملیات وکړل او اوس یې ځینې ژوندي افغانستان ته اوښتي حال دا چې هغه ټول بې چاره او بې وسه خلک وو چې بیا د افغان دولت دې کور ودان وي چې د هغوي سره یې مرستې وکړې او کله چې د پاکستان خپل هدف پوره شو بیرته یې ورته وویل چې تاسې راشئ او په خپلو سیمو کې مېشت شئ.

دې ته وايي غلطه استفاده او د پښتنو بدنامول، همداشان تازه پېښې ته که وګورو د نقیب په نوم یو ځوان چې د پاکستاني رسنیو په حواله یو موډل وو د پاکستاني دولت یوه چارواکي په څومره ظلم وژلې دی، دا یواځې ددې یوه وژنه نه ده بلکې دا د ټول خیبر پښتونخوا پښتنو د احساساتو ازمویل دي او د پاکستان ددې ناوړه کار په کولو سره غواړي چې پوه شي چې په پښتنو کې څومره اتفاق موجود دې، اوس به دا روښانه شي چې د خیبر پښتونخوا پښتانه څومره غیرتي دي تر څو د خپل دی پښتون ځوان دفاع وکړي.

لدې نه بغیر که چیرته لږ تیر مهال ته لاړ شو د نوي ټاکل شوي لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي له ټاکل کېدو را په دېخوا او له هغه وړاندې وخت ځینو پېښو ته څیر شئ، پوه به شئ چې هلته هماغه پښتانه هم د پاکستان د لاسه دومره ځورېږي لکه د افغانستان پښتانه خو بیا هم هاغه خلک چوپ پاتې دي او که چېرته د حق غوښتنه کوي د همدغه هېواد د استخباراتي ادارې له خوا له منځه وړل کېږي او دغه لړۍ به تر هغه دوام کوي څو د پاکستان دولت ورباندې خپله ستراتیژي عملي کړي او هلته امکان لري چې لمنځه لاړه شي چې کله پاکستان میشتي د خپل دولت پر وړاندې سره یوشي او د دولت داسې ناوړه اعمالو مخه ونیسي.

په دې بدبخته هیواد کې د پښتنو پر وړاندې بد حال چغې یواځې زه نه، بلکې ددې هیواد ځینې سیاسي مشران هم دا نارې او سورې وهي مګر څوک یې خبرو ته دومره ارزښت نه ورکوي او باید ټولو ته روښانه وي چې د پاکستان په څیر هیواد کې د پنجابي دولت پر وړاندې داسې پټې خبرې راسپړل او یا ورباندې بحث کول عین داسې دي لکه په زوره چې ځانته عزرائیل راغواړې مګر ددې سره سره چې نوموړې دومره جرعت کوي بیا ددې سیمې پښتانه چپ دي او هیڅ خپل حق نه شي غوښتې، تاسې که دعوامي ګوند مشر محمود اڅکزي خبرې چې د تیرې تلې میاشتې په ۳۰مه یې په اسلام اباد کې د قبایلي سيمو مشرانو او د خپل ګوند سلګونو پلویانو ته کړی، واورئ لا به مو زما پر موضوع سر خلاص شي.

نوموړي وویل چې د پاکستان په جوړونه کې د قبایلي سیمو اوسېدونکو نه هېرېدونکې قربانیانۍ ورکړې، خو د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې د پښتنو سرښندنو ته د احترام پر ځای د دوی په وژلو او عزت لوټلو لاس پورې کړی او همداشان یې وویل چې پاکستان د ترهګرۍ پر خلاف د مبارزې تر نامه لاندې د پښتون قوم د وژنې او له سیاسي صحنې څخه د دوی د محوه کولو هڅې کوي او د پاکستان پر پوځ او استخباراتي ادارو یې تورنې کړی چې د هدفي وژنو په ترڅ کې یی په قبایلي سيمو کې د پښتنو تر ۱۰۰۰ زیات قومي مشران وژلي.

ګورئ! کله چې په خپله پاکستان کې د یوې سیاسي ډلې مشر داسې څرګندونې کوي نو څه فکر کوئ د دغه هېواد پښتانه خوندي دي؟ هېڅکله هم نه!

همدا شان د امنیت او ثبات له نظره د پاکستان دولت پښتون مېشتو سیمو ته هېڅ پاملرنه نه کوي او په دغه هېواد کې د بې ثباتۍ ډېر راپورونه له همدې سیمو څخه ورکول کېږي. که موږ د پاکستان تېر څه مودې امنیت ته وګورو، د بې ثباتي زیاتې پېښې په پښتون مېشتو سیمو کې شوې؛

 لکه کوټه کې د تیرې زمري میاشتېپه دوه ویشتمه انتحاري حمله کې شاوخوا شپېتو کسانو مرګ ژوبله، د وږي لسمه مومند ایجنسۍ بمي چاودنې پنځو کسانو مرګ ژوبله، د وږي شلمه کوټې ته نژدې څلور افغان هزاره ګانو وژنه او د دوو تنو ټپي کېدل.

دغه راز د وږي اووه ویشتمه په باجوړ ايجنسۍ کې بمي چاودنه کې د اوو کسانو وژنه د تلې میاشتې شپږویشتمه کوټه او بنو کې برید کې ۳۰ تنو ته مرګ ژوبله او له دې نه بغیر په روان کال کې د دوو پښتون مېشتو خبریالانو بخشش الهي او هارون خان وژل کېدل او داسې نورې پېښې یادولای شو. دا خو د امنیت برخه ده چې په پاکستان کې پښتانه په کې خواره برخه لري، په نورو برخو کې هم دغه خوار ولس ته د زړه له اخلاصه کار نه کېږي او یواځې د صبر کولو ځواک لري.

د روغتیا په برخه کې په پښتونخوا کې د ډینګي په نوم ناروغي له کبله په لسګونو خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړ او لا نوره هم دغه ناروغي په دې خلکو کې خپرېږي؛ ځکه ځايي اداره یې په کنټرولولو کې پاتې راغلې که دا اوس هم د پېښور زیاتره روغتونونو حالت وګورئ د دې ناروغۍ ناروغان به په لسګونه په کې بستر وي.

دا د لمر په شان روښانه ده چې پاکستان د افغانانو پر وړاندې چې کوم بد پلانونه جوړوي او غواړي مونږ تل خوار ووسو همداسې د خیبر پښتونخوا پښتنو سره هم بد چلند کوي او په ډول ډول یې ځپلو ته دوام ورکوي تر هغې به دا لړۍ دوام لري تر کومې چې ټول پښتانه سره په اتفاق شوي نه وي.

په پاکستان کې د پښتون میشتو ولسونو د اتفاق او یوالي په هیله

واحد ګل هاشمي