کور / تازه خبرونه / پکتیا فرصت مرکز له ۴۱۵ تنه نارینه او ښځينه زده کوونکو څخه د ازمايښتي کانکور ازموینه واخیسته

پکتیا فرصت مرکز له ۴۱۵ تنه نارینه او ښځينه زده کوونکو څخه د ازمايښتي کانکور ازموینه واخیسته

یاد ازمایښتي کانکور د روان لمریز کال د مرغومي (جدي) میاشتې په ۲۸ مه نېټه د پکتیا فرصت مرکز له زده کوونکو څخه د عبدالحی ګردېزي عالي لېسې په انګړ کې واخیستل شوه چې ۳۷۴ تنه نارینه زده کوونکو پکې ګډون کړی او له ۴۱ تنه ښځينه زده کوونکو څخه د پکتیا فرصت مرکز په انګړ کې ازموینه واخیستل شوه. د ازموینې مراسم د ویاند فریدالله تړاو لخوا د یو تن زده کوونکي عصمت الله په رابللو، د قران عظیم الشان په تلاوت سره پیل شول او ورپسې د عبدالحی ګردېزي عالي لېسې آمر عبدالرحمن فریادي د همدې لېسې د ادارې په استازولۍ خبرې وکړې. نوموړي په خپلو خبرو کې د پکتیا فرصت مرکز د مسوولینو هڅې وستایلې او له تمویلوونکي (شوکت زماني) څخه يې ځانګړې مننه وکړه چې د پکتیا ځوانانو په علمي روزنه يې پانګونه کړې ده؛ نوموړي په خپلو خبرو کې په زده کوونکو غږ وکړ چې له یاد فرصت څخه دې استفاده وکړي او په راتلونکي اساسي کانکور ازموینه دې تمرکز وکړي. له نوموړي وروسته د پکتیا فرصت مرکز مرستیال معروف افغان ګډونوالو ته د پکتیا فرصت مرکز په اړه هر اړخیز مالومات وړاندې کړل او د همدې مرکز، کونړ فرصت مرکز او افغان مناظره بنسټګر شوکت زماني لیدلوری يې روښانه کړ. نوموړي وویل چې شوکت زماني پدې باور دی چې یوازې افغانان کولی شي افغانستان جوړ کړي او د افغانستان جوړونې اصلي فکتور په علم سمبال وګړي دي؛ نو همدا علت دی چې نوموړی په افغان ځوانانو د تعلیم په برخه کې پانګونه کوي. معروف افغان د پکتیا فرصت مرکز په راتلونکو پرواګرامونو هم وغږېد او زیاته يې کړه چې په اوس وخت کې د دوی ټوله پاملرنه د کانکور په چمتووالي ده او اصلي موخه يې ترې دا ده؛ ترڅو په اساسي کانکور کې د پکتیاوالو لپاره مثبته پایله په لاس راوړي او وکولی شي زده کوونکي په کانکور کې بریالیتوب ته چمتو کړي. نوموړي وویل چې د یادې ازموینې پایلې به په راتلونکې اونۍ کې د یوې غونډې په ترڅ کې اعلان کړي او د لوړو نومرو اخیستونکي زده کوونکي به په تعلیمي تحایفو ونازوي. د نوموړي له خبرو وروسته د ازموینې صحنه جوړه کړی شوه چې نږدې درې ساعته يې دوام وکړ. د ازموینې نارینه او ښځينه ګډونوالو له ازموینې وروسته وویل چې دغه ازموینه د دوی لپاره یوه تجربه شوه او هغه څه يې پکې زده کړل چې په رښتیا هم په اساسي کانکور کې اړین بلل کېږي. دوی وايي چې د پکتیا فرصت مرکز خدمتونه د دوی لپاره ژوند بدلوونکي دي او دوی به يې هم له امکاناتو سمه استفاده وکړي. دوی پدې باوري شوي دي، چې په همدې مرکز کې له زده کړو وروسته به ان شاء الله په اساسي کانکور کې د خوښې پوهنځيو ته بریالي شي. پکتیا فرصت مرکز د افغان مناظره د تعلیمي پروګرامونو لړۍ ده چې په عین وخت کې په کونړ کې هم د کونړ فرصت مرکز په نوم وړیا تعلیمي خدمتونه وړاندې کوي. د همدې ټولو تعلیمي خدمتونو لګښتونه د همدې بنسټونو د بنسټګر شوکت زماني لخوا ورکول کېږي. نوموړی د کونړ اوسېدونکی دی چې دا مهال په نوي زیلاند هېواد کې استوګن دی. هېره ده نه وي چې د پکتیا فرصت مرکز مسوولین د پکتیا ولایت پوهنې ریاست، د لېسو له مشرتابه، د همکاره مدني بنسټونو، ځوانانو چارو آمریت، د رسنیو له ادارو او ټولو هغه وګړو او بنسټونو مننه کوي چې له یاد مرکز سره يې په بېلابېلو برخو کې معنوي همکارۍ کړې دي.