کور / راپور / سپينه ماڼۍ: د بلخ ولايت د واک پر سر شخړه دي ژرترژره ختمه سي

سپينه ماڼۍ: د بلخ ولايت د واک پر سر شخړه دي ژرترژره ختمه سي

له سپيني ماڼۍ څخه په تازه خپره سوې اعلاميه کي ويل سوي چي د بلخ ولايت د واک پر سر روانه لانجه بايد ختمه سي.

د امريکا د ولسمشر ټرمپ له دفتره په خپره سوې اعلاميه کي ويل سوي چي د بلخ ولايت نوي والي ته واک د لېږد پر سر شخړه دي په سوله ايز شکل هواره سي او په دې برخه کي دي د هر ډول زور زياتي څخه ډډه وسي.

اعلاميه زياتوي چي سپينه ماڼۍ دا موضوع څاري او په دې برخه کي هيچاته ددې ځای نسته چي خپلي شخصي ګټي تر افغان ملي ګټو را وړاندي کړي.

تردې وړاندې د ولسمشر ټرمپ مرستیال مایک پنس د ولسمشر محمد اشرف غني سره په ټلیفوني خبرو کي ويلي وه چي “په بلخ کې دي واک په سوله ییز شکل اتنقال سي”.

افغان ولسمشر اشرف غني د بلخ د پخواني والي عطاء محمد نور استعفاء منلې ده، خو عطاء محمد نور دا استعفاء نه مني او په دې وروستيو کي ئې په خپلو څرګندونو کي ويلي چي استعفاء ئې د ولسمشر اشرف غني او اجرائيه رئېس عبدالله عبدالله په استعفاء پوري اړه لري.