کور / سياسي / عطامحمد نور ته، د خلیل زاد خبردای!

عطامحمد نور ته، د خلیل زاد خبردای!

عبدالرقیب سایل

 ملي یووالي حکومت نږدې یوه نیمه میاشت وړاندې د بلخ ولایت والي عطامحمد نور له دندې ګوښه اعلان کړ او هم مهال یې دغه ولایت ته انجنیر داوود په نوم یو بل د اسلامي جمعیت ګوند غړی رسمي نوي والي په توګه ور وپيژاند.

له دې سره، په هېواد کې د اسلامي جمعیت ګوند او حکومت ترمنځ ځینې اختلافات راپيدا شول، چې د ملي یووالي حکومت او د یاد ګوند ترمنځ  په ځلونو ناستې او مذاکرات وشوې، خو تر اوسه معقولې پایلې ته سره نه دي رسیدلي.

اسلامي جمعیت ګوند حکومت ته له ګڼو غوښتنو یو لیک وسپاره، چې لا تر اوسه پرې حکومت غلی دی او هېڅ یې په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

 د حکومت او دغه ګوند ترمنځ، دا سیاسي کړکېچ تر نړۍوالو هم رسیدلی دی.

افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو سفیر ښاغلي جان باس هم له عطامحمد نور څخه وغوښتل چې قانون او اصولو ته درناوی ولري، خو نور یې په اړه تند ځواب ووایه، چې بهرنیان د دوی خپل منځي مسایلو کې باید لاس وهنه ونه کړي.

په ورته وخت کې ښاغلي نور بیا ـ بیا حکومت ته اخطارونه ورکړي، چې هېڅوک نه شي کولی تر څو دی د بلخ له ولایته ګوښه کړي.

اوس ـ اوس بیا ویل شوي، چې د ولسمشر ټرمپ له خوا د دې مسئلې د حل لپاره، په افغانستان او عراق کې د امریکا پخوانی سفیر زلمي خلیلزاد افغانستان ته راغلی.

د ورکړل شویو راپورونو له مخې، ښآغلي خلیل زاد د بلخ لرې کړای شوي والي عطاء محمد نور ته خبرداری ورکړی، چې زر تر زره له ولسمشر غني سره خپله لانجه هواره کړي، کنه نو د بهرنیو ځواکونو له جدي غبرګون سره به مخ شي.

تر دې وړاندې د ولسمشر د دفتر رییس ویلي و، چې که عطامحمد نور بلخ پرې نه ږدي نو دا به د سپین ږیري ولسمشر بې عزتي وي.

وايي چې انجنیر داوود ته دې یو وار د یوې اونۍ لپاره اجازه ورکړل شي او وروسته دې بیا اسلامي جمعیت ګوند بل والي معرفي کړي.

د ټرمپ استازی ښاغلی خلیل زاد تیره ورځ په ناڅاپي سفر کابل ته راغلی دی.

نوموړي خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، چې عطاء محمد نور باید نور پوه شي چې افغان حکومت او د هغوی بهرني ملاتړي تر دې زیات د هغه په وړاندې صبر او حوصله نه شي کولی.

د خلیل زاد په خبره، چې کیدای شي عطاء محمد نور هم له بهرنیو ځواکونو سره مقابلې ته زړه ښه نه کړي.

نوموړي زیاته کړې، چې “هغه یو هوښیار سړی دی، دا به لویه تیروتنه وي چې د بلخ والي به د بهرنیو ځواکونو د مقابلې توان ولري، او نه هم کیدای شي ددې اړتیا پېښه شي چې د ناټو ځواکونه دې د ولسمشر غني پرېکړه په عطاء محمد نور باندې په زوره ومني.”

بل خوا ښآغلي خلیل زاد بیا د کندهار امنیه قومندان جنرال رازق په اړه په خپلو څرګندونو کې ویلي” دوی ناسم حسابونه کوي او تیروتلي دي، د ناټو ځواکونه به هیڅ چاته اجازه ورنکړي،چې افغانستان کې یو ځل بیا ملوک الطوایفي حکومتونه جوړ کړي او یاهم هره ډله د خپلو ګوندي ګټو لپاره زمونږ ټولو مصالح په خطر کې واچوي.”

د خليل زاد تر دې تندو نیوکو وړاندې، د طالبانو د رژیم له نسکورېدو وروسته د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال دوستم هم ګواښلی و، چې ورپسې امریکاېي الوتکو په شبرغان کې د جنرال دوستم کورباندې صوتي بمونه وغورځول او جنرال دوستم یې بیرته آرام کړ.