کور / سياسي / له تورې تر اتومه

له تورې تر اتومه

لیکنه: زاهد صدیقي

ایا پخوانۍ او اوسنۍ جګړه توپیر لري؟

ځواب یي په دې لیکنه کې.

الف: پخوانۍ جګړې:

  1. پخوا به جنګ او جګړې معمولا د مشروع ځواکونو او کابو ۴۰۰ کاله پخوا د دولت د ملتونو ترمنځ رامنځته کېدلې. د جګړې لپاره به ځواک او قدرت څرګند و، چې کوم ځواک له کوم ځواک سره جګړه کوي او نامشروع ځواکونو لکه: القاعده، طالبان او داعش شتون نه درلود. جګړه به تر ډېره د دولت د ملتونو ترمنځ وه، نه د ډلو یا لکه اوس وخت د ګوندونو ترمنځ.
  2. جګړې به تر ډېره د مالکیتونو او د ځمکو د ترلاسه کولو پرسر او د دولتونو د شتمنیو د غلا په موخه ترسره کېدلې. د بېلګې په توګه: کله به چې د امپراطوریو ترمنځ جګړې رامنځته کېدلې نو له جګړې څخه به موخه یوازې او یوازې ټول واکمني او د ملکیتونو او شتمنیو ترلاسه کول و.
  3. جګړې به د ځانګړو ځواکونو او سرتېرو له لوري چې، ځانګړی یونیفورم او جامې به یې لرلې او له نورو عام وګړو څخه به یې توپیر کېده، ترسره کېدلې. نه لکه اوس چې د نظامي او غیر نظامي ترمنځ توپیر نه کېږي، بلکې هرڅوک په هره جامه او لباس کې پټه او یا ښکاره جګړه کوي. په اوس وخت کې یي بېلګه ځان وژنې او یا استشهادي بریدونه دي.
  4. د جګړو لپاره ځانګړی میدان او ځای ټاکل کېده او د جګړې ځایونه او میدانونه به د مسکوني سیمو څخه لرې په ګوته کېدل. ښایي په ځینو هالېووډي فلمونو کې به مو ليدلي وي، چې په یوه لویه بې سره او بې پایه دښته کې جګړه ماران له خپلو شته وسلو او وسایلو سره لکه (تیر او کمان، نیزه، پیشقوزه، توره، آس، فیل) راټولېږي، یو او بل ته په ټاکلې شوي ځای کې سنګر نیسي.
  5. پرمختللې وسلې نه وې ، جګړه یز ابزار او وسایل هم لږ او محدود کارېدل.

ب: اوسنۍ جګړې:

په اوس نړۍ کې د جګړو بڼه په بشپړه توکه بدله او پېچلې شوې ده.

  1. په اوس وخت کې جګړه تر ډېره د نامشروع ځواکونو ترمنځ ده لکه: د امریکا جګړه ، القاعدې، طالبانو او داعش پر وړاندې. یادې ډلې نامشروع ځواکونه بلل کېږي. د مشروع ځواکونو یا د دولتونو ترمنځ مخامخ جګړې ترډیره په نیابتي جګړو بدلې شوې دي.
  2. نوې جګړه تر ډېره د ایډې، فکر او ارزښتونو پر سر ده، نه د هېوادونو د شته سرچینو، شتمنیو او زېرمو پرسر. هیره دې نه وي، چې په اوس وخت کې جنګ او جګړې د شتمنیو د ترلاسه کولو لپاره هم ترسره کېږي خو، تر ډېره د جګړو تمرکز د ارزښتونو پر پراختیا راټول دی. اوسنۍ جګړه د فکر او ایدیولوژۍ د پراختیا جګړه ده.
  3. اوسنۍ جګړه د پخوا په پرتله پېچلې شوې ده. په جګړه کې د نظامي او ملکي ترمنځ توپیر ستونزمن شوی دی او د عادي او نظامي کس ترمنځ هېڅ توپیر نه کېږي او پیژندل یې هم ستونزمن دي لکه: یو شمېر داسې ملکي وګړي شته، چې د ورځي لخوا په خپلو عادي کاروبارونو بوخت وي او د شپې لخوا ټوپک پر اوږه ګرځي. نو دلته د پوځي او ملکي وګړو ترمنځ توپیر ډېر ستونزمن شوی دی.
  4. په اوس وخت کې د اوسنۍ جګړې لپاره ځانګړی میدان او ځای نشته. هرچېرې چې جګړه مار وغواړي، جګړه کولای شي، لکه: د امریکا قارې څخه د “امریکا” په نوم هېواد د منځنۍ اسیا یا د منځني ختیځ په هر هېواد او هر ځای کې چې وغواړي د جګړې اور بلولی شي، ان که هر ډول جګړه وي.
  5. په اوس وخت جګړو کې د جګړه یزو ابزارو او وسایلو کارول لږ او محدود نه دي، بلکې هر ډول وسلې کارېدلی شي. (متعارف او غیرې متعارف وسلې) له سپکو وسلو نیولې تر درنو او له شیمیایي تر اتومي وسلو پورې جایزې دي.

د امریکا ټولنپوه (سي رایټ مېلز) د یوې څېړنې پربنسټ موندلې ده، چې په امریکا کې یو اوسپنیز مثلث شته دی، چې یاد مثلت د امریکا د پالیسۍ اصلي جوړوونکی دی.

د سي رایټ مېلز اوسپنیز مثلث:

د سیاست جوړوونکي

                                   پوځیان                                    د صنعت خاوندان

مېلز د صنعت هغو خاوندانو او پوځیانو ته اشاره کوي، چې پوځي – صنعتي ټولنې په واک کې لري او د پوهځي – صنعتي ټولنو او سیاست والو ترمنځ پټه همکاري موجوده ده. پوځي – صنعتي ټولنې په نړۍ کې هرډول بې شمیره وسلې تولیدوي. د وسلو د پلورلو او نویو وسلو د جوړولو په اړه یي د څېړنې او تحقیق په موخه دکال  په سلګونه میلیارده ډالر مصرفېږي او په سلګونه میلیارده ډالر ترې ګټه پورته کېږي. ترڅنګ یې په زرګونه متخصصین او په میلیونونو کارکوونکي په یاده برخه کې ګمارل کېږې، چې په معاصره نړۍ کې په دې ټولو سترګې نشو پټولی او دا یو منل شوی حقیقت دی.

تر هغه چې پوځي – صنعتي ټولنې وي نو جنګ او جګړې به هم وي او دوام به ولري. په نړۍ کې جنګ او جګړه یوه مستمره او نه ختمېدونکې پدیده ده.