کور / سياسي / امریکا به پاکستان له لورونو هېر نه کړي؛ خو…!

امریکا به پاکستان له لورونو هېر نه کړي؛ خو…!

همایون نایل

د پاکستان او امریکا وروستۍ خړه وضعه – خو د دغې وضعې لااقل او اعظماً موده به تر کومه وي چې په افغانستان د تپل شوي څلوېښت کلن جنګ د پای ته رسېدو یا لااقل د نسبي ارامتیا سبب وګرځي؟
د ۲۰۱۸ ز کال د جنورۍ په میاشت کې شپږ بریدونه چې ګڼ تلفات یې رامنځته کړي، د دغې وضعې تر دې دمه وروستۍ پایله ده چې قرباني یې هماغه خوشبین افغانان دي.
پر پاکستان د امریکا د وروستیو فشارونو او د مرستو د بندېدو له امله د حال دغه بدلون له امریکا سره د ملګرتیا په تاریخ کې بې ساری نه؛ بلکې د افغانستان د څلوېښت کلن تپل شوي جنګ په موده کې بیا خورا کمساری دی چې له شک پرته یې پاکستان اندېښمن کړی دی.
ښکاره ده چې پاکستان د ترهګرو په ملاتړ کې د ځان د زخمي کېدو شاهد هم دی او په ښکاره او نا ښکاره ډول یې د دغې بل کړي اور له بسرکو داغونه لیدلي دي او له امنیتي ننګونو سره مخ هم دی. په داسې حال کې د امریکا فشار او په تېره د هغو مرستو چې د پاکستان له پوځي بودیجې سره د مرستو په کچه کې یې یوه زیاته برخه تشکیلوله، بندېدل پاکستان ته د هر ډول کړنو ناڅاپي او یا پلان کړی شوو کړنو فکر ور کوي چې دغه بریدونه یې ښکاره دلیل کېدای شي؛ ځکه چې د دغو بریدونو ټوله پړه وسله والو طالبانو منلې ده او په کراتو د داسې حالاتو په را منځ ته کېدو پاکستان د وسله والو طالبانو په وسیله ترهګریزې کړنې ترسره کړي دي.
افغان حکومت او د افغانستان د امنیت شورا په ښکاره ډول رسنیو ته ویلي چې دغه بریدونه د پاکستان په مرسته د حقاني شبکې له خوا تر سره شوي دي.
پاکستان په دې هڅه کې دی چې د وسله والو طالبانو له خوا د ترهګریزو بریدونو شدت او له لامله یې د افغان ولس په وژنه کې نړیوال انعکاس زیات کړي او دوی فکر کوي چې په یو ډول امریکا ته د غچ اخیستو یو بې ارزښته شینگ وښيي او یا هم ښايي امریکا به خپلې پرېکړې ته تغیر ورکړي.
پاکستان د امریکا د مرستو په بندېدو او د بیا ځل په پیلېدو کې ۷۰ کلنه تجربه لري او ښايي ډېر ژر بېرته دغه لاس په خپل سر سیوری کړي؛ خو پر وسله والو به یې اثرات پټ نه شي.
د پاکستان له رازېږېدو څلور – پینځه کاله وروسته د امریکا او پاکستان ترمنځ د ملګرتیا مزي وغځېدل او امریکا د خپلو ګټو په موخه او د اډې د ترلاسه کېدو لپاره په دغه هېواد زیاتې مرستې ولورولې. دغه وخت پاکستان په اسلام اباد کې د سي ای اې د دفتر د پرانیستو او فعالېدو غوښتنه کړې وه. درې کاله وروسته یې له امریکا سره دوه د نظامي همکاریو تړونونه لاسلیک کړل او له دې سره د پاکستان لومړي وزیر ایوب خان سي ای اې ته په پاکستان کې د ازاد فعالیت اجازه هم ورکړه.
د هند او پاکستان د جګړې په موده کې امریکا بېرته پر پاکستان د شپږو کالو لپاره خپلې مرستې بندې کړې.
وروسته له شپږو کالو پاکستان یوځل بیا له هند سره په جګړه کې شو او دا وخت هند د امریکا له خوا په دې تورن و چې کواکې له شوروي سره نېږدې اړیکې لري؛ نو بیا پاکستان ته د مرستو لړۍ پیل شوه.
د پاکستان د اټومي وسلې د جوړېدو په موخه هم دوه ځله امریکا پر پاکستان خپلې مرستې بندې کړي دي.
یو ځل د اټومي وسلې د جوړېدو او بل ځل په افغانستان کې د شوروي ځواک له ماتې څو کاله وروسته چې پاکستان د اټومي وسلې د ازمایلو لپاره مټې را ونغاړلې.
کله چې شوري ځواکونو په افغانستان یرغل کړی و، پاکستان ته بیا فرصت په لاس ورغی چې امریکا ته د ویتنام د غچ اخیستو په موخه په پاکستان بندې مرستې په لوړه کچه را خلاصې کړي چې له امله یې امریکا و کولای هم شول، خپلې موخې ته ورسېږي.
له دې سره پاکستان په میلیارډونو امریکايي ډالر او پرېمانه امریکایي وسلې تر لاسه کړې چې د پوځ په سمبالښت کې یې ښه ګټه ترې پورته کړه. د افغان مجاهدینو په نامه د پراخو مرستو زیاته برخه یې پر ځای د دې چې افغان مجاهدینو ته په واک کې ور کړي، له امریکا سره په چل کې یې د کمشیر په سرحدي سیمو کې ولګولې.
دې کې شک نشته چې د امریکا دغو بې سر او سامانه مرستو د پاکستان اټومي ځواک ته بې کچې فایده ورسوله. هلته د پرمخ تللو لویو لارو او سړکونو په جوړېدو کې زیات لګښت له همدې ډالرو شوی دی.
کله چې امریکا د ویتنام غچ واخیست، هډونه یې ساړه شول او یو څه ستوماني یې پر ځای شوه، پاکستان ته یې د عربي هېوادونو د مرستو تر څنګ هماغسې ډالري کمکونه روان ول چې په افغانستان کې یې د کورني جنګ د تود ساتلو او بیا له هغې وروسته یې د اسلامي امارت په نامه د یوه حکومت لمسونه کولای شوه.
په امریکا کې د سپټمبر د یوولسمې له پېښې وروسته چې نړۍ تحول پیدا کړ، د پاکستان د اتومي ازموینو له کبله خپه امریکا بیا د پاکستان لپاره لنګه غوا شوه او د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن په وژلو پسې را وخوځېده. په افغانستان کې د اسلامي امارت په نوم د پاکستان پروژه پای ته ورسېده او د نوې ادارې او بیا د منتخب حکومت په چارو کې د لاس وهنې له برخې پاکستان محروم نه شو.
آن دومره مرستې یې تر لاسه کړې چې د خپلې پوځي بودیجې د ۲۰ سلنه پوره کېدو تر څنګ د ترهګرۍ په پاللو او د هغوی د خوندي ځایونو په برابرولو کې هم پراخه ګټه پورته کړي.
د امریکا او پاکستان په دا رنګه خلاصه او بنده ملګرتیا کې د امریکا بېلابیلو ولسمشرانو خپلې ستراتېژۍ پلي کړي چې هر یو یې له دوی سره په مرسته کې خپل ادبیات، منطق او نسبي منوونکي دلایل لرل.
ولسمشر ټرمپ د افغانستان په وروستيو ۱۶ کلنو حلاتو کې له پاکستان سره د بوش او اوباما مرستې بې ځایه بللي او دې پایلې ته رسېدلی دی چې نور د پاکستان اصلي څېره وویني او د ترهګرو د ملاتړي او مور هېواد په توګه یې نړۍ ته وپېژني.
د افغانستان لپاره یې له ستراتېژۍ نیولې بیا تر دې وروستیو فشارونو پورې دا په ډاګه کوي چې پاکستان نور د ترهګرو ملاتړ ته نه پرېږدي.
په افغانستان کې د وروستیو پېښو په اړه د ولسمشر ټرمپ او د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر له څرګندونو مالومېږي چې په دغو پېښو کې سره له دې چې پاکستان د افغانستان د امنیت شورا ادعاوې رد کړي دي، د پاکستان لاس لرل ثابتوي.
له همدې امله خو امریکا په پاکستان کې پر مېشتو شپږو تنو طالب مشرانو بندیزونه ولګول.
دا چې د امریکا دغه فشارونه او بندیزونه به تر کومه دوام وکړي؟ د دوی تر منځ د تېرې اوږدې اړیکې په کتو ممکن پاکستان یو ځل بیا د امریکا د مرستو په جذبولو کې بریالی شي.
دې کې شک نشته چې د طالبانو تر څنګ د داعش او نورو ترهګریزو ډلو پټنځایونه او ان زېږدځایونه دې په پاکستان کې وي. له پاکستان سره که په پلازمینه کابل او د افغانستان په نورو سیمو کې د ترهګریزو فعالیتونو په ترسره کولو که د غچ اخیستلو یو نا مشروع فکر موجود وي، پاکستان به په افغانستان کې د داعش له ویرې له روسیې، ایران او چین سره د همدې طالب وسله والو له کارېدنې او فعالیت له امله نورې هم اړیکې ژورې کړي چې دا هیڅ کله د امریکا په زړه نه شي ځایېدلی. که امریکا تر یوه وخته پر پاکستان فشارونه راوړي، د سیمې له دغو هېوادونو سره د داعش د له منځه تلو په خاطر به د دې هېواد نژدېوالی امریکا بیا اړه کړي چې له پاکستان سره مرستو ته دوام ور کړي.
د یکشنبې په شپه په اریانا نیوز ټلويزیون کې په افغانستان کې د امریکا د پخواني سفیر زلمي خلیلزاد له خبرو څرګندېږي چې امریکا هیڅ کله له پاکستان سره خپله دوستي نه شلوي؛ بلکې دا به د یو څه وخت لپاره فشارونه وي؛ خو دا ښه ده چې دغه فشارونه تر ډېر وخته او لا نور هم زیات کړی شي.
خلیل زاد دا هم وویل چې ټرمپ نور دې پایلې ته رسېدلی دی چې دوی له پاکستان سره په مرستو کولو کې غولېدلي دي.
خو بیا د دوستۍ خبره هغه څه ده چې که داسې شرایط رامنځته کېږي چې پاکستان به د امریکا له دایمي دښمنانو سره لاس یو کوي او د پاکستان په بې وفایانه وجود کې دا کېدای هم شي؛ نو امریکا به بیرته خپلۍ همکارۍ ته دوام ورکړي. ځکه خو پاکستان د هر ډول رزالت په ترسره کېدو کې ډاډه دی او د امریکا د توجه په را ګرځولو او یا نه را ګرځولو کې بیا هم له ترهګرو لاس نه اخلي.
که امریکا هوښیاره شي، پاکستان د امریکا په شان دوامداره اړیکې له چین سره په دوستۍ کې بیا هم نه له چین، ایران او نه هم له روسیې سره ساتلی شي. له روسیې سره د هند دوستي تر پاکستان بهتره ده او باید دغه مرستې چې امریکا د پاکستان له خوا په غولېدو کې پاکستان ته ورکوي، نور هیڅ کله هم ور نه کړي او ژر ده چې پاکستان به د ترهګرو له روزلو لاس په سر شي؛ ځکه چې د داعش په له منځه تلو کې روسیه کولای شي په پاکستان فشارونه زیات کړي او له دې سره به دغه هېواد د سیمې لپاره صادقانه همکاريو پیلېدو ته مجبور شي.
د افغان حکومت لپاره لازمه ده چې په ښار دننه هغه سرایونه چې له پاکستان سره یې پخوا تجارتي اړیکې درلودې، د تصفیوي عملیاتو په لړ کې وپلټي چې د دا ډول سترو بریدونو اصلي غوټې دلته پیدا کېدای شي؛ نو مخه به یې ونیول شي. د امریکا په ژمنو دومره باور نه شي کېدای؛ خو که وکولای شي چې پاکستان د ترهګرو څپلو ته اړ کړي نو ډېره به ښه شي.
دا وروستي بریدونه که په هر ډول رزالت ترسره شوي دي، د غندنې دي او باید امریکا او له افغانستان سره مرسته کوونکي هېوادونه د ترهګرۍ په ځپلو کې پر پاکستان د عملي فشارونو اقتدام وکړي.