کور / هراړخیز / د خپل ملي ناموس ساتونکو مورال به نه ځپو!

د خپل ملي ناموس ساتونکو مورال به نه ځپو!

محمديار

طبیعي یې ګڼم چې زموږ له ځینو دردېدلو وطنوالو څخه، د بد بشري ناورین مهال، د رسۍ سر خطا کیږي او داسې څرګندونې کوي چې په خپل ملي ناموس ساتونکو کې د حماسو حواس وژلای شي؛ غندي یې؛ سپکوي یې؛ په رواني لحاظ یې لا ځپي او په لوی لاس، د خپل بیخې بل ډول غلیم جسم ته، د لانورو تروریستي یرغلونو لپاره تازه سا ور ننباسي؛ منم چې موږ اروا- سوځلي هم، ډېر ملامت نه یو، ځکه زموږ ناتمامې غمیزې د زغم نه دي، خو په هر صورت، زموږ له شعوري قشر څخه، د عوامو په نسبت، د لا ډېر تحمل او سم و دقیق تحلیل هیله کیږي.

که لږ شېبه، د افغانستان د عجیب و غریب دوښمن په باب، ګرېوانو ته سرونه سره وځړوو نو ذهن به مو یومخ، له یوې ناپېژاندې پدیدې سره مخ شي؛ ښايي یو شمېر ادعا وکړي چې موږ خو یې پرته له ګرېوانه پېژنو، مګر دا نو کله د منلو ده ځکه که مو پېژندای نو اکثر تحلیلونه و تبصرې به مو، په ناآګاه توګه، د هغوی په ګټه او د خپل نظام په زیان نه وای.

دا داسې غلیم دی چې زما وستا او بل هر انسانه مخکې، اول د ځان غلیم دی، د خپل وجدان غلیم دی او د خپل خاندان غلیم دی؛ د داسې غلیم د جنګ اصول هم بیخې بل ډول دي؛ هغه دا دي چې هیڅ ډول اصول و قواعد نه لري؛ هغه په هيڅ ډول کورنیو یا نړیوالو متعارفو سرو کرښو بند و واز نه دی؛ د عمل و عکس العمل یې نه وخت مالوم وي، نه یې ځای؛ نه یې حد ښکاره وي نه یې سرحد.

تاسو هیڅ نه پوهېږئ چې د دوی مقابل څوک دي: دولت که ملت؟ نظامیان که ملکیان؟

د بربادۍ هدف یې کوم دی: ملکي ودانۍ که دولتي؟ ملي شتمنۍ که شخصي؟

څوک غواړي له منځه یوسي: خارجي که داخلي؟ مسلمان یا کافر؟ نر یا ښځه؟ لوی یا کوشنی؟ ځوان یا سپین ږیری؟ انسان یا حیوان؟

چیرې ځانونه الوزوي: پر پوځي یا دولتي تاسیساتو که د بازارونو، څلورلارو، مارکېټو، مکتبو، مسجدو، زیارتو او مېله ځایو په منځ کې؟

د داسې دوښمن په مقابل کې، زه نه پوهېږم چې څوک، څنګه ستراتیژې طرح کولای شي چې اول هدف یې خپل ځان ذره- ذره کول وي بیا بل؟

کوم بل؟

هر بل!

مهمه نه ده چې دا «بل» دې یې مخکې له مخې په نښه کړی وي؛ هر په مخه ورتلونکی «بل» باید په دود بدل کړي؛ هماغسې لکه د بل تر مخه چې اول ځان دوړه کوي.

چې یووار واسکټ واغوسته شو او یوځل چارج شوی ګاډی (ملکي موټر، ټانک، ټانکر، طبي امبولانس او…) پر حرکت راغی، نور نو باید په سل سلنه امکان سره منفجر شي؛ هیڅ پروا نه کوي، که کومې پوځي چوڼۍ یا دولتي ودانۍ ته ور برابر نه شي ځکه د خلکو د ګڼې- ګوڼې منځته له ور تګه خو یې له خدایتعالی پرته، بل هیڅوک هم نه شي راګرځولای او خدایتعالی هم له خپل قول سره سم، په دې کیسو کار نه لري.

یونیم وایي چې امنیتي ځواکونه بې کفایته دي، باید مخنیوی یې وکړي خو ما وویل چې دا عجیبه پدیده مو سمه نه ده پېژندلې؛ زموږ امنیتي سرتیري یې مخنیوی کوي او د خپل هست ونېست په قیمت یې کوي، داسې مخنیوی، چې فکر نه کوم، دا مهال دې په دنیا کې، کوم بل امنیتي ځواک، داسې حماسه نندارې ته وړاندې کړای شي!

هغه څنګه؟

هغه داسې چې راګرځوي یې، خو پر هر ځای چې یې را وګرځاوه، دا ناآشنا پدیده، پر هغه ځای ځان الوزوي؛ لکه په صدارت څلور لارې کې، له روغتونه د امبولانس راوتو پر مهال! امنیتي ساتونکي هغه وپېژاند، خو هغه ځان والوزاوه؛ ۱۲۵یې مړه او ۲۳۵ یې زخمي کړل؛ دلته هغه امنیتي محافظان څنګه ملامت کړو چې غوښې و وینې یې، له ځانمرګي سره یوځای، په سره سپرې بدلې شوې؟ او له زیات و کم درې سوه پنځوس انسانانو داسې تور دود پورته شو چې په فرانسه کې یې، پر ایفل برج توره تیاره راوسته؟

اعتراض کیږي چې ولې یې، مخکې له دې چې صدارت څلورلارې ته ورسیږي، مخه یې نه نیوله؟ زه وایم چې نیوله یې! خو پر هر ځای چې یې مخ نیولای، هلته الووت؛ که ځانمرګی، د هغه د کور په منځ کې، د هغه د اولاد په منځ کې هم کشف شوی وای نو هماغلته یې ځان، له خپل اولاد سره یوځای لوخړه کاوه؛ چې د خپل خواږه ځان او خپل شیرین اولاد پروا نه لري نو د کور مخ ته، د کلي په منځ کې او د ښار د یوه ګڼ چوک په مرکز کې به، له تڼۍ کښېکښلو څه تشویش ولري؟

نور نو باید پوه شو چې افغانستان د یوه نامتعارف دوښمن، له نامتعارف جنګ، نامتعارفو تاکتیکو او ستراتیژیو سره خپړې لګوي؛ داسې چې ګومان نه کوم، تر دې دمه یې لا د نړۍ د جنګ و جنایت په تاریخ کې، ورته بل مثال لیدل شوی وي.

له دې ناآشنا جنګ سره، د جنګ متخصصو ته بویه چې نوې ستراتیژۍ او بیخې بل رقم تاکتیکونه اختراع کاندي.

په ښکنځلو پېشنهاد کیږي چې د دې بریدونو په مخنیوي کې د ناکامۍ له امله دې، دا یا هغه بې کفایته چارواکی استعفا ور کړي؛ ښه! ور یې کړه، نو بیا؟ څوک د بدیل په توګه را وړاندې کېدای شي چې د تاریخ د دې بیخې بل ډول جګړې سره دې د عیارېدو لپاره، په بیخې بل ډول تیورې و ستراتیژې سمبال وي؟

فکر نه کوئ چې هره ورځ به دا شان، د بشري جنایت یوه دوې خونړۍ پېښې رامنځته کیږي او هره ورځ به امنیتي مسؤلین، د بې کفایتۍ په نوم استعفاوو ته مجبوروو؟ دا متخصصین، دا ستراتیژیستان، دا کارکشته اشخاص، دا وطنپرست او پاک شخصیتونه به چیرې او څنګه تشخیصوو؟ یا به یې د ماشیني ضابطانو غوندې تولیدوو؟

نقد و ښکنځل اسانه دي، خو خپل امکانات سنجول، شرایط تحلیلول، وضعیت تشخیصول او ټولنپوهنیزه شننه هم یو منطقي اصل دی؛ که په عوام الناسو کې دستي ممکن نه وي نو یو څو خاص الخاص خو دې ورته د یو څه دقیقې توجه ظرفیت په ځانو کې وروزي.

په دولت کې د پنځم ستون چیغې وهل کیږي؛ تر ګردو ساده ګل به وي چې له دې حقیقته انکار وکړي؛ دا ډېره ساده ده چې زه یې په توده صندلې یا د ګرمې بخارۍ څنګ ته، له دولتي چوکاټه د ایستو، زندان یا اعدام وړاندیز وکړم؛ څومره خوندونه به وکړي که داسې وشي! مګر علمي منطق حکم کوي چې یوه اندازه خو دا خپله افغاني ټولنپوهنه هم په نظر کې ونیسه.

زموږ ټولنپوهنیز واقعیتونه څه دي؟

ډېر دي!

یو له مهمو یې دا دی چې جنګ د یوه ملت جمعي معنویات فاسدوي؛ نقد سند یې زما وستا په نړیواله سطحه، پر اول یا دوهم و درېیم مقام، فاسد هیواد دی؛ که یې علت، کرزي غوندې، یوازې خارجیان ګڼو، نو راځئ چې یووار خو د داؤدخان تر زمان پورې، یو ریورس ولګوو او وګورو چې په دغه ټول دوران کې مو، یوه نېکمرغه ورځ، په ذره بین کې ښکاري؟ له داؤدخانه تر دې زمانه مو، ملي تربیه و ملي اخلاق، ګام پر ګام وراسته او پسې وراسته شول؛ په دغه زماني مقطع کې، هغوی چې دننه په وطن کې پاته شول، له تعلیم و تربیې محروم شول؛ هغوی چې ووتل او په نوره دنیا کې له اکاډمیک پرستېژه برخمن شول نو له خپلې خاورې سره یې تعهد سُست شو؛ ایا په هډ و پوست مو درک نه کړه چې موږ دا وتلي و ننوتلي دواړه، په یو عجیب سراښ مخلوق بدل شولو؟ اوس د افغاني ټولنپوهنې حقیقت دا دی چې «دا» دي یا «هغه»؛ د دواړو مزې مو ولیدلې او په دا څلوېښتو کالو کې، دواړو پر رنګارنګ فسادو، خیانتو او جنایتو واړولو؛ آیا نه یې وینو چې اکثراً، له جناینه هغه کسان شکایت کوي چې خپل بګراونډ یې خپله له جنایته عبارت وي؟

دا یوازې د افغاني ټولنپوهنې یو کوشنی څرک دی؛ یو عالم واقعیتونه یې لا نور دي چې د پېژندلو مسؤلیت یې را دغاړې دی.

چې افغاني ټولنه مو سمه وپېژندله نو له دغه تشخیصه په استفاده سره، خپل هغه راتلونکې سازولای شو چې له نورو یې د را جوړولو هیله لرو.