کور / راپور / افغان سفير عمر زاخيلوال: د پاکستان لخوا افغان حکومت ته د وسلوالو سپارلو خبر د حيرانوونکی دی

افغان سفير عمر زاخيلوال: د پاکستان لخوا افغان حکومت ته د وسلوالو سپارلو خبر د حيرانوونکی دی

په پاکستان کي افغان سفير ډاکټر عمر زاخيلوال د پاکستاني رسنيو هغه رپورټونه د حيرانتيا وړ بللي چي ګواکې پاکستان تېره نومبر میاشت کي د طالبانو او حقاني شبکې ۲۷ مشکوک کسان افغان حکومت ته سپارلي دي.

د یوه خصوصي پاکستاني ټلویزیون پر دغه رپوټ افغان سفیر پر خپله رسمي ټویټر پاڼه غبرګون څرګند کړی او وايي، دا زما لپاره یو خبر دی ‘ او مانا یې دا ده، چې نوموړي ته هم په دې اړه معلومه نه وه.

افغان سفير د هغه رپورټونو په غبرګون کي چي د پاکستان لخوا افغان حکومت ته مشکوک ترهګر سپارل سوي پر خپله ټويټر پاڼه ويلي: دا زما لپاره یو خبر دی.

زاخیلوال دا هم ویلي که دا خبر رښتیا وي، په دوه اړخیزو اړیکو کي به د لوی پرمختګ په مانا وي. ‘

 د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکټر فیصل په یوه ټویټر پیغام کي ويلي وو چي پاکستان افغان حکومت ته ۲۷ سخت دریځي سپارلي دي. نوموړي ویلي، پاکستان پر افغان طالبانو او حقاني شبکې فشار ډېر کړی، ترڅو د افغانستان په جګړه کي پاکستانۍ خاورې استعمال مخنیوی وسي.

د ا په داسي حال کي ده چي د افغانستان کورنیو چارو وزیر ويس برمک او دملي امنیت ادارې مشر معصوم ستانکزی  د يو لوړ پوړي پلاوي په مشری نن سهار اسلام اباد ته د ځينو شواهدو او اسنادو سره ولاړل ترڅو د پاکستاني چارواکو څخه وغواړي هغه کسان ورته وسپاري چي دافغانستان په  وروستيو خونړيو پېښو کي ئې لاس درلود.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکټر محمد فیصل د یوه ټویټر پیغام له لارې اسلام اباد ته د دغو افغان چارواکو سفر تایید کړی او وايي د افغان ولسمشر محمد اشرف غني یو ځانګړی پیغام یې له ځان سره اسلام اباد ته وړی. نوموړی زیاتوي افغان پلاوی به نن چارشنبه له پاکستاني چارواکو سره وویني.