کور / تازه خبرونه / په کندهار کي د ولسي تړون پروګرام دوهم پړاو پيل سو

په کندهار کي د ولسي تړون پروګرام دوهم پړاو پيل سو

، روښان ولسمل عبدالباقي پوپلددې پراختيايي پلان دوهمه شروع په لسمه ناحيه کي د دوو پروژو له پرانيستلو وروسته وسوه.

ددې پروژو په پرانيسته کي د کندهار والي تورنجنرال زلمي ويسا، د سيمه ایزو ارګانونو د خپلواکي ادارې د ښارواليو چارو عمومي مرستيال عبدالباقي پوپل، د ولايتي شورا رئيس حاجي سيد جان خاکرېزوال او ځينو نورو ولايتي چارواکو برخه اخيستې وه.

د ولسي تړون تر نامه لاندي دغه پراختيايي پلان د کندهار په ګډون د هيواد په کچه په پنځو ولايتونو کي عملي کيږي، چي دلته په کندهار کي يې لومړی پړاو تر سره سوی او اوس يې دوهم پړاو کي د ۲۰ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت د چهارشنبې په ورځ په رسمي ډول د کندهار ښار له لسمي ناحيې پيل سوو.

د سيمه ايزه ارګانونو د خپلواکي ادارې د ښارواليو چارو د عمومي مرستيال عبدالباقي پوپل په وينا، چي دولسي تړون تر نامه لاندي د دغه پراختيايي پروګرام مالي ملاتړ د نړيوال بانک له لوري کيږي.

د نوموړي په وينا، چي دغه مهم پروګرام له تېر يوه کال راهسي دلته په کندهار کي عملي کيږي، چي په وينايي په لومړي پړاو کي يې په بيلابيلو برخه کي رغنيزي پروژې عملي سوي دي.

کندهار والي تورنجنرال زلمي ويسا د ولسي تړون د پروګرام ددوهم پړاو د پيل پرمهال په پرمختيايي برخه کي دا د کندهار لپاره خورا ښه خبر وباله او وې ويل، چي د کندهار ولايتي اداره به په خپل ټول توان په دې پروګرام کي د شاملو پروژو د بشيړه عملي کېدو او ښه نظارت برخو کي کار وکړي.

کندهار والي تورنجنرال زلمي ويسا دغه راز له ولسي مشرانو او خلکو غوښتنه وکړه، چي د ولسي تړون د پروګرام د عملي کېدو په برخه کي له اړوند ادارو سره مرسته وکړي.

په اساسي ډول د سړکونو او کوڅو پخول، د ويالو او چريو جوړول، پاکو اوبو ته لاسرسی، د ښځو لپاره د حياتي پروژو عملي کول، په روغتيايي او تعليمي برخه کي خدماتو ته زمينه برابرول او ځني نور فعاليتونه د ولسي تړون له مهمو برخو څخه شمېرل کيږي.