کور / راپور / د زابل ولايت اوسېدونکو د وروستيو بريدنو د غندلو ترڅنګ پر هيوادوالو د يووالي ږغ وکړ

د زابل ولايت اوسېدونکو د وروستيو بريدنو د غندلو ترڅنګ پر هيوادوالو د يووالي ږغ وکړ

د زابل ولایت اوسیدنکو په هیواد کې وروستي ترسره سوی خونړۍ پيښې وغندلي او له هيوادوالو څخه ئې وغوښتل چي د اوسني نظام ملاتړ وکړي او په اوسنيو حالاتو کي د مظاهرو او نورو حرکتونو څخه ډډه وکړي تر څو حالات نور پسي ګډوډ نه سي.د زابل ولایتي شورا او قومي مشرانو نن چهارشنبه د یومطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کي وروستي بريدونه وغندل او زیاته یې کړه چي دا فاجعې د عامو خلګو ژوند اخلي، او بايد پر وړاندي ئې ټول یو موټي و اوسي.

دغه کنفرانس د دې ولایت د ولایتي شورا، قومونو شورا، سولی شورا او مدنی ټولنو لخوا رابلل سوی وو او ولسي خلکو هم پکي برخه اخیستې وه.

د کنفرانس ګډونوالو پردې ټينګار وکړ چي په اوسنیو شرایطو کې یووالی تر هر څه مهم دی.

د کنفرانس برخوالو وويل: که څه هم سوله يیز لاریونونه او نور مدني حرکتونه د خلکو قانوني حق دی خو په اوسنيو شرایطو کي کیدای سي دښمن ورڅخه استفاده وکړي ځکه نوباید ترې ډډه وسي.

ګډونوالو د کابل د چاودني د قربانیانو په ګډون د ټولو شهیدانو او زخمیانو د کورنيو سره د غمرازۍ څرګندونه وکړه او زياته ئې کړه چي په هیواد کي د سولي او امن لپاره د افغان دولت هر ډول ملاتړ کوي.

په زابل ولایت کې بیلابیلي شورا ګاني په داسي حال کي د وروستیو پيښو د غندنی او د ټولو افغانانو تر منځ د یووالی او نظام د ملاتړ ږغ پورته کوی چې تر دې وړاندې هم ددې ولایت سلګونو اوسیدونکو دنظام څخه خپل ملاتړ ښودلی وو.