کور / راپور / د امريکا مرستيال ولسمشر: د افغان حکومت او افغانانو ترڅنګ ولاړ يو

د امريکا مرستيال ولسمشر: د افغان حکومت او افغانانو ترڅنګ ولاړ يو

ولسمشر اشرف غني نن ماښام د امريکا د مرستيال جمهور رئيس مايک پنس سره د افغانستان د وروستيو حالاتو په هکله ټلفوني خبري کړي وکړې. له ارګ څخه په خپره سوې اعلاميه کي ويل سوي چي نن ماښام د امريکا مرستيال ولسمشر د افغان ولسمشر سره ټلفوني خبري وکړې، د امريکا مرستيال ولسمشر مايک پنس د خپل حکومت او د خلګو په استازولی د کابل او جلال اباد د وروستيو خونړيو بريدونو په هکله د اندېښنې ترڅنګ وويل: موږ په دا ډول سختو حالاتو کي د افغانستان د حکومت او خلګو ترڅنګ ولاړ يو.

مايک پنس د اشرف غني اراده او هڅي وستايلې.

مرستيال ولسمشر زياته کړه، د امريکا حکومت او سرتيري د افغانستان د خلګو سره د ځواکمني ارادې پر اساس مرسته کوي.

همداراز ولسمشر اشرف غني د مرستيال ولسمشر د غمشريکۍ څخه مننه وکړه او په بېلابېلو برخو کي ئې د افغانستان سره د امريکا مرستي وستايلې.ولسمشر تشرف غني زياته کړه، د کابل وروستۍ پېښه د ۲۰۱۱ کال د سپټمبر د يوولسمي پېښي په څېر زړه بووږنوونکې وه. خو دا ډول پېښو د ترهګرۍ پر وړاندي زموږ اراده لا پياوړې کړې ده.

اشرف غني وويل: طالبانو ته اوس د انتخاب وخت دی، هغه طالبان چي افغانان او مسلمانان دي بايد وروستۍ تروريستی پيښي وغندي او څوک چي دا نه کوي تروريستان دي او افغان دولت مذاکرات نه ورسره کوي.

اشرف غني زياته کړه، افغان حکومت د تروريزم ضد جګړې لپاره او همداراز په هيواد کي د سراسري سولي د بقا لپاره قوي اراده لري.

د مايک پنس او افغان ولسمشر خبري په داسي حال کي کېږي چي نن د جمعې د لمانځه وروسته اشرف غني ملت ته په وينا کي وويل: د ترهګرو مرکز پاکستان دی او پر ضد ئې ددې هيواد عملي ګام ته په تمه يو

افغان ولسمشر اشرف غني له پاکستانه وغوښتل چي د پولي د ها غاړي څخه د تنظيمېدونکو اورپکو پر وړاندې عملي ګامونه واخلي.د افغان ولسمشر په وينا د طالبانو مرکز پاکستان دی او له هماغه ځايه تنظيميږي او پاکستان ئې بايد پر وړاندي عملي اقدامات وکړي.

ښاغلي غني دا هم وویل چي افغانان سل کاله وروسته هم د خپلې وینې غچ اخلي.

افغان ولسمشر دغه څرگندونې په ولسمشرۍ ماڼۍ کي د جمعې د لمانځه د ادا کولو وروسته د یو شمېر دیني عالمانو او دولتي چارواکو په مخ کي وکړې.

اشرف غني وويل پر ماشومانو او ښځو برید د ټول افغانستان پر خلکو برید دی او دا ډول بریدونه به ملي او هر اړخیزه ځواب ولري.

ولسمشر په تونده لهجه وویل د وسلوالو طالبانو مرکز او پټنځايونه په پاکستان کي دي.

ښاغلي غني وويل: پاکستان ته یې د طالبانو د مهمو کسانو او په پاکستان کې د هغوی د مرکزونو او پټنځايونو ليست ور سپارلى دی او له پاکستانه د عملي ګام په تمه دی.

ولسمشر غني زياته کړه، افغانستان په بهرني سیاست کي بریالی دی او د کورني سیاست د بریالیتوب لپاره باید ملي یووالی رامنځ ته سي او تر څنګ یې باید پرېکړې بايد پرېکنده وي.

ولسمشر غني زیاته کړه امنیتي چارواکو د کابل او افغانستان د امنیت خوندي کولو لپاره نوی پلان جوړ کړی او په امنیتي ادارو کي به سمونونه راسي.

هغه وويل:”له امنیتي او دفاعي ځواکونو بیا هم مننه کوم، خو څرګنده ده چي امنیتي ادارې اصلاحاتو ته اړتیا لري. په ځانګړې ډول زموږ په استخباراتي ادارو کي. ځکه کله کله دوی استخباراتي مالومات له پامه غورځوي. نو د روښانه اقداماتو ترسره کولو اړتیا لیدل کېږي او دا به ارزول کېږي.”

ولسمشر وویل هغه طالبان چي دترهګريزو بریدونو فکر نه لري بايد له هغو طالبانو راجلا سي چي د ځانمرګو بریدونو او چادونو له امله د افغانانو ژوند اخلي. ولسمشر غني د افغانانو پر یووالي ټينګار وکړ او وئې ویل:د افغانستان دښمن هيڅ وخت د افغانستان او افغانانو خیر نه غواړي