کور / تازه خبرونه / د مالیې وزارت او کابل ښاروالۍ ترمنځ د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

د مالیې وزارت او کابل ښاروالۍ ترمنځ د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

د مالیې وزارت او کابل ښاروالۍ تر منځ نن د سلواغې میاشتې په ۱۴ مه نېټه د اصنافو د جوازونو نوي کول د هغو د مالیو په تصفیه پوري مشروط، د همکاریو هوکړه لیک د حکومت د رسنیو په مرکز کې لاسلیک شو.

د دې هوکړه لیک له مخې د اصنافو د ښو عوایدو تنظیمولو او راټولو په برخه کې، له مالیاتي قوانینو سره سم د کابل ښاروالۍ مکلفه ده، چې د اصنافو د جوازونو تمدید او لغوه د مالیو په تصفیه پوري مشروط کړي.

د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو مرستیال ښاغلي ډاکټر نجیب الله وردګ، د یاد هوکړه لیک په اړه وویل: ” د دې هوکړه لیک موخه د مالیې وزارت او کابل ښاروالۍ ترمنځ د ډېرو همکاریو او همغږۍ را منځته کول دي. نوموړي زیاته کړه، د دې هوکړه لیک پر بنسټ د کابل ښاروالۍ مکلفه ده، هغه اصناف چې پخواني باقیات لري، جواز دې د مالیې د تصفیې په شرط تمدید شي.”

د کابل ښاروالۍ سرپرست ښاغلي پوهنیار عبدالله حبیب زي، په دې اړه وویل: ” د دې هوکړه په پلي کولو سره به له مالیاتي تېښتې مخنیوی وشي. نوموړي زیاته کړه، له دې وروسته د اصنافو د جواز نوې کولو او تر لاسه کولو لپاره اړینه ده، چې خپلې مالیې د هیواد د نافذه قوانینو سره سم په ټاکلي مهال ورکړي، که نه په هغه صورت کې به له جواز اخیستو محروم شي. “

د یادونې وړده، چې یاد شوی هوکړه لیک به د جواز ورکړې او مالیاتي تصفیو د پروسې په برخه کې اسانتیاوې او چټکوالی، د اصنافو دقیقه احصائیه او د نویو اصنافو پېژندنې، د هغوی د اطاعت پذیرۍ کچې لوړولو، د یو شان نافذه قوانینو پلي کولو، خلکو ته د ښو خدمتونو په وړاندي کولو کې د کیفیت وړولو، د دواړو لوریو ترمنځ د معلوماتو شریکولو، په لګښتونو کې سپما او د ملي عوایدو د ډېرېدو سبب شي.