کور / راپور / ننګرهار چارواکي: د طالبانو د جلب او جذب مسؤول مو نيولی دی

ننګرهار چارواکي: د طالبانو د جلب او جذب مسؤول مو نيولی دی

د ننګرهار چارواکي وايي د وسله والو طالبان د جلب او جذب مسئول او يو غړی ئې نيولی دی، د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوګياڼی وايي: د ياد ولايت مرکز جلال اباد ښار او شېرزادو ولسواليو کي د ملي امنيت مسئولينو د وسله والو طالبانو د جلب او جذب مسئول او يو غړی نيولی دی.

د خوګياڼي په وينا، د وسله والو طالبانو د جلب او جذب مسئول مولوي رفيع الله، چي د خوږياڼو ولسوالۍ اوسيدونکی دی د جلال اباد ښار په څلورمې ناحيې کې نيول سوی دی. همدا راز د وسله والو طالبانو يو بل غړی ملا صابر د دې ولايت په شېرزادو ولسوالۍ کې نیول سوی.

خو په دې هکله تراوسه طالبانو څه نه دي ويلي.

بل لور ته د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک وايي: تېره شپه د الینګار اړوند د سنګره درې د ناوکۍ غره په سیمه کي د افغان هوايي ځواک له لوري د مخالفینو پر یو پټنځای په هوایي برید کې دوه تنه مخالفین وژل سوي او یو یې شدید زخمي دی. د ځواک په وينا دغه ډله د وسلوالو مخالفینو د مشهور سیمه اییز قوماندان عثمان پورې تړلې وه، چي په برید کې خپله د قوماندان عثمان اخښی صابر شدید زخمي سوی او دغه راز د نعیم او حقیار په نومونو دوه تنه نور وژل سوي .

طالبانو تراوسه په دې هکله غبرګون نه دی ښوولی.