کور / خبرتیا او پيغامونه / په افغانستان کي د وروستيو خونړيو پېښو پر ضد لاريون خبرتيا

په افغانستان کي د وروستيو خونړيو پېښو پر ضد لاريون خبرتيا

له ټولو لوستونکو هيله کيږي چي دا خبرتيا پر خپلو فيسبوکونو او وټساپ له لاري خپره کړي.

مننه

(زموږ د وروڼو او خويندو د وژلو او هيواد ورانولو پر وړاندي د لاريون خبرتيا)

په اروپا کي ميشتو درنو افغانانو!

په تيرو دوو اونيو کي د افغانستان په بيلابيلو ولايتونو او په ځاګړې توګه په پلازمينه کابل کي د پاکستان د پوځ په لمسون او لارښوونه ډير وحشيانه تروريسټي بريدونه وسول چي په پايله کي ئې د ښځو او ماشومانو په ګډون زموږ په سلګونه بېګناه هيوادوال شهيدان او ټپيان سول.

په هالنډ کي دافغانانو جرګه ، په بلجيم کي دافغانانو جرګه او د اروپا د افغانانو جرګې پتيلې ده چي د روان کال د فيبروري پر ۱۱ نېټه د يکشنبې په ورځ د غرمې له يوې بجې بيا تر څلورو بجو د بلجيم هيواد په پلازمينه بروکسيل کي د اروپايي اتحاديې د ودانۍ مخ ته د تروريسټانو د وروستيو تروريسټي وحشيانه بريدونو پر خلاف، چي د پاکستان د پوځ ، آی ايس آی او دسيمي هيوادونو د استخباراتو لخوا رهبري کېږی، احتجاجيه مظاهره وکړي.

په اروپا کي ميشتو ګرانو هيوادوالو!

موږ او تاسو مکلفيت لرو چي د خپل هيواد او خلګو د دښمنانو پر خلاف را وپاڅېږو او نړيوالو ته د هغوی جنايتونه بربنډ کړو. که مو نور څه له وسه نه کيږي مظلوم ولس مو دا حق راباندي لري چي په نړيواله کچه يې ږغ پورته کړو او زموږ د خلګو ناورين ته د نړيوالو پاملرنه راواړوو، ځکه نو له تاسو ټولو څخه هيله کوو چي ددې خبرتيا په لاس پر لاس کولو او په مظاهره کي ګډون وکړئ.

په درنښت

په بلجيم کي دافغانانو جرګه

په هالنډ کي دافغانانو جرګه

په اروپا کي دافغانانو جرګه

نيټه :

يکشنبه د ۲۰۱۸ کال د فبروري ۱۱ مه

دماپښين له يوې بجې تر څلورو بجو

پته:

Jean Reyplein

Place Jean Rey

1000 Brussel

د بلجيم په پلازمينه بروکسيل کي د اروپايي اتحاديې د ودانۍ مخ ته

Metro Maalbeek

ټيلفون شميرې

+32493352380

+32467672929

‭+31622303611

‭+49 157 31408626