کور / راپور / وسلوالو غور ولايت ته پر لار په غنمو بار څلور لارۍ تښتولي دي

وسلوالو غور ولايت ته پر لار په غنمو بار څلور لارۍ تښتولي دي

د غور ولایت چارواکي وايي له هرات ولايت څخه غور ته پر لاره وسلوالو طالبانو په غنمو بار څلور لارۍ له ځان سره نامعلوم لوري ته بېولي دي.
د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي وايي، په غنمو بار دغه لارۍ د شهرک ولسوالۍ د تخت درې په سرپل سیمه کي د طالبانو لخوا درول سوي او وروسته نامالوم لوري ته بېول سوي دي.
د خطيبي په وینا، دغه غنم له افغانستان سره د هندوستان د مرستې یوه برخه وه، چې د چابهار له لارې هرات او وروسته غور ولايت مرکز فيروزکوه ته پرلاره وه.
خطیبي زياتوي، په دغه ولایت کي د وچکالۍ له امله حکومت پریکړه کړې چي ۵ زره متریک ټنه غنم غور ته ولیږدوي.
بل لور ته د غور د امنیه قوماندانۍ ویاند اقبال نظامي وايي، چې دغه غنم د خوړو د نړیوال پروګرام (WFP) پورې اړه لري، خو يادي ادارې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
له څلورو ورځو راهیسته د هرات له سیلو څخه غور او بادغیس ولایتونو ته د هندوستان د مرسته سویو غنمو کاروانونه روان دي.
د هرات له مرکزي سیلو څخه تر اوسه ۲۴ لارۍ غنم بادغیس او ۱۷ لارۍ غور ولایت ته لیږدول سوي دي.
د پيښي په هکله وسلوالو طالبانو تر اوسه څه نه دي ویلي.