کور / راپور / طالبان وايي د افغان حکومت له لوري د طالب غړو اعدامول به بدي پايلي ولري

طالبان وايي د افغان حکومت له لوري د طالب غړو اعدامول به بدي پايلي ولري

طالبانو ويلي په کابل کي د افغان حکومت له لوري د طالب غړو د اعدام اوازې خپرې سوي او که ئې عملي بڼه پيدا کړه بدي پايلي به ولري.

د طالبانو د وياند ذبيح الله مجاهد له لوري رسنيو ته په لېږل سوې خبرپاڼه کي ويل سوي “ د معلوماتو په اساس له پرونه راهيسې د کابل ادارې چارواکو، یو شمیر هغه بندیان چې په مجاهدینو پورې اړه لري د څرخي پله په زندان کې له خپلو خونو ایستلي او ویل کیږي چې د اعدام اراده يې لري.”

د مجاهد په وينا که دا کار وسي په وړاندي به ئې طالبان سخت غبرګون وښيي او پړه به ئې هم د افغان حکومت پر غاړه وي.

د طالبانو وياند زياتوي، د طالب بنديانو د اعدام په غبرګون کي که ددوی په زندانو کي بهرني او د افغان حکومت د بنديانو ته هرډول سزا واورول سوه هم به ئې مسؤوليت د افغان حکومت پرغاړه وي.

د کابل د وروستي خونړي بريد په هکله هم طالبانو ويلي وه چي دا بريد دوی د ملکي وګړو د وژني په غچ کي ترسره کړه چي د افغان حکومت له لوري ورباندي بمبارد سوی وو، د کابل په دې بريد کي  شاوخوا ۱۰۶ تنه ووژل سوه او تر ۱۶۰ زيات پکي ژوبل سوه او د چارواکو په خبره زيات قربانيان ئې ملکي وګړي وه.