کور / د ډيورنډ کرښه / مړ پښتونستان

مړ پښتونستان

ليکنه رقيب سائل

پښتو قامي اوس په دې پوه شول، چې د پاکستان ای ایس ای یې په وژلو پسې دی. دا خو ښه ده، چې اوس یې سر ته عقل ورغی، کنه په پاکستان کې د پښتون ـ پښتون نسل په ختمیدو وو. دغه پښتون قام په دې وروستیو کې پښتو پرېښې او هغه د خان بابا چلند او مینه یې هم له یاده وتې ځکه اوس هر وخت د پاکستان ای ایس ای له خوا زورول کېږي.

ښه بېلګه یې د نقیب مسید وژل کېده دي. نقیب په دې تور ووژل شو، چې ګواکې هغه له وسله والو سره، اړیکه درلوده. که داسې وای نو دا خو بیا یو حقیت دی، چې ټول پښتون قام وسله والا دي. دا په همدې نوم د پښتون قام ورکېدو لپاره، یوه ګډه هڅه ده. تر هغو پورې چې د لر و بر پښتانه رښتینی پښتون درک نه کړي او په دې اتفاق ونه وکړي، چې پښتو یې د رګ ـ رګ وینه ده، نو دوی به لا هم تباه کېږي.

په پاکستان کې وروستي احتجاجونه ددې څرګندونه کوي، چې پښتون قام یو ځل چې مړ شي نو بیا هله د نورو پښتنو د را بیدارولو لپاره لاس په کار کېږي. په پاکستان کې د مسید وژل کېده دا لومړی وار نه دی، چې پاکستاني ملېشې د پښتونستان په سیمو کې یو ډول ویره خپروي.

پښتون قام یوازې پښتونستان نه دی، بلکې پښتون قام په لروبر یاد شوی. را په دیخوا سیمه کې هم هغه پښتانه چې د رګ ـ رګ وینه او هډ یې سره شریک دي دا ټول له تاریخه پښتانه یاد شوي. د خان بابا له وخته ددې خلکو اراده یوه ده. یوه حوصله لري او تل یو موټی وو، خو اوس چې د پښتونخوا دا پښتانه یوازې د پاکستان ای ایس ای کړوی دا د دوی خپله کمزوي ده!

پښتون قام کله سره چا جلا کړی، خو دغه پښتانه چې اوس د پاکستان له لوري کړیږي د دوی خپل ځاني غرور ددې لامل شو، چې هر ورځ یې یوه کورنۍ څه چې ټول پښتون نامي یې په ویر اخته کړي دي.

دلته پښتانه د پښتونستان په درک ژړیږي، خو پښتونستان ددې پښتنو د ژړا غږ کله اوري. په کار دا و، چې له دې پښتنو یې ډير  مخکې غوښتنه کړې وای، ترڅو د پښتون قام ګټلو لپاره یې ورسره یوه ګډه مبارزه پیل کړې وای.

نن د پښتونخوا پښتانه د خپلې وینې لپاره، شپې ـ  شپې په اسلام اباد کې په لارو او سړکونو سبا کوي خو ددې ځای پښتانه هم لا د خپلو ځلمو له وینو پاکولو نه دي اوزګار شوي.

خان بابا پر نړۍ باچا خاني غوښته، مګر نن یې قام د تور پنجاپي تر غلامۍ لاندي ژوندی کوي. د هغوی له آه پرته دا پښتانه خپل غږ نه شي پورته کولی. باچاخاني خو پرېږده، چې دوی به یې وګټي!؟

په تاریخ کې د پښتنو له نوم ویره کېده. په نړۍ یې جګې شملې، غیرت او ویاړونو کیسې کې دي. نن یې هر څوک په وژلو پسې دی. دا د مړ پښتونستان له وجې، چې هر وخت یې دا پښتانه یې یوازې پرېښې دي. نن به ولې خلک د پښتونستان په وژلو پسې اخته وو؟

لا هم وخت تیر نه دی. یوازې د پښتون په نوم ګډه مبارزه ضروري ده. د پښتون قام یو وار بیا په یو ټغر راټولیدل مهم دي او د پښتون د څاڅکې ـ څاڅکې وینې انتقام اخیستو لپاره د لروبر پښتنو را یو ځای کېدل په کار دي.