کور / د ډيورنډ کرښه / افغانستان په پاکستان کي د پښتنو د پاڅونونو هرکلی کوي

افغانستان په پاکستان کي د پښتنو د پاڅونونو هرکلی کوي

د افغانستان د سولې د عالي شورا اجرایه مشر اکرم خپلواک په اسلام اباد کي د پښتنو د لاريون ملاتړ کړی او دا ئې په سیمه کې د اوږد مهاله سولې په ګټه بللی.

خپلواک په اسلام اباد کې د پښتنو د روان احتجاج په هکله وویل، چې خلک باید د سولې او سوکالۍ  راوستو او د جګړې د ختمېدو په برخه کي خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

خپلواک په خپلې ټوېټر پاڼې باندې لیکلي دي چې افغانان د ډیورنډ د فرضي کرښې دواړو غاړو ته د ترهګرۍ ښکار سوي دي.

ښاغلي خپلواک ویلي، افغان حکومت د ډیموکراسۍ په ځواکمنېدو او په سیمه کي د سولې او ثبات په راوستلو باور لري او په دې برخه کي  د خلکو د برخي اخیستلو ملاتړ کوي.

د خپلواک په خبره:اوس ددې وخت دی چې علماء، قبائلي مشران، ځوانان، ښځې او نور په افغانستان او سیمه کي د سولي لپاره خپل ږغ پورته کړي.

په واشنګټن کې افغان ډپلوماټ هارون حکیمي په خپلې ټویټر پاڼې باندې لیکلي دي د لسګونو میلیونو پښتنو وېښېدل د تاوتریخوالي په کمېدو او د سولې په راوستو کې یو مهم ګام دی.

ښاغلي حکیمي لیکلي، د میلیونونو پښتنو سانسور سوي ږغونه د پورته کېدو په حال کي دي او دا د حکومت لخوا د ترهګرو د روزني او پالني پروسې ته د نه ویل دي.

همدا راز د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل هم په خپلې ټوېټر پاڼې باندې لیکلي دي:

(پاکستاني پوځ د ترهګرۍ ضد جګړې اړوند چې د المیزان، راه حق، شیر دل، صراط مستقیم، راه راست، راه نجات، کوه سفید، ضرب عذب او نورو نومونو لاندې ډیر عملیات ترسره کړي دي خو هېڅ پایلې یې نه دي لرلي.)

د ښاغلي نبیل په خبره ، د پاکستان د پوځ او استخباراتي شبکې (آی اس آی) پرضد د بلوڅانو، سندیانو او پښتنو را پورته کېده د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کي تر ټولو اغېزمن سټراتیژیک ګام دی.او د پاکستان د پوځ او د هغوی د ترهګرو ډلو پرضد د سندیانو، بلوڅانو او پښتنو په راپاڅېدو سره پاکستان ژغورل کېدای سي.

ګڼو نورو افغاني ډپلوماټانو، د مدني ټولنو غړو او عامو افغانانو هم په ټولنیزو رسنیو باندې په پاکستان کې د پوځ او آی اس آی پرضد د سندیانو، بلوڅانو او پښتنو د راپاڅېدلو هرکلی کړی.