کور / د ډيورنډ کرښه / د محکومیت غږ (پښتونخوا)

د محکومیت غږ (پښتونخوا)

لیکنه: زاهد صدیقي

ولې پښتونخوا د ترورېزم، د جګړه مارو، قاچاقچیانو، وسلو پلورونکو، قاتلانو، د تمدن ضد او د ښوونځیو سوزوونکو “ځاله” ده؟

ولې د دې ځالې په اور کې هره ورځ بې شمیره بې وزله، بې سواده او پښتانه په بیلابیلو نمونو سوزځي او وژل کېږي؟

دا اور چا بل کړی؟

په پښتونستان ایالت کې د پاکستان فډرالي هېواد تل ورته کورنی کړکېچ غواړي، ترڅو د پښتونستان پښتانه له خپلمنځي ستونزو سر راپورته نه کړي او د پاکستان په سیاسي جوړښت کې له پنجابیانو سره سیال نه شي.

پاکستان غواړي، چې دغه پښتانه تل ذلیل، خوار، محرومه او د سیاست له کړۍ بهر وي،خپله هره ناوړه کړنه د دوی په نوم خلاصه کړي.

پاکستان دننه له یوې خوا د بیلتون غوښتونکو له ډلو سره لاس او ګریوان دی او له بلې خوا د اکثریتو لپاره د پاکستان په سیاسي نظام کې د پنجابیانو د ډېرې برخې لرل د زغم وړ نه ده. د ځینو کارپوهانو په اند، په دې برخه کې پاکستان د خپل سیاسي وحدت د ساتلو په موخه تل خپل ځواکمن او قوي استخبارات کارولي.

د پاکستان په خیبر پښتونخوا ایالت کې، چې نږدې ۱۸ میلیونه پښتانه میشت دي، بیلتون غوښتونکي او خپلواکي غواړي.

په ورته وخت کې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې ، د بلوچانو شمېر (۶۰) او د پښتانو (۴۰) سلنه اټکل کېږي، له نورو قومونو څخه مخکې د بیلتون او خپلواکۍ چیغې وهي.

د پاکستان د سیند ایالت په ځانګړي ډول د کراچۍ په ښار کې د پښتنو او هندي مهاجرینو ترمنځ لانجه لا پرځای پاتې ده.

دا چې په پاکستان کې پښتانه ګوندونه او قومونو د پښتونستان په نوم د خپلواک حکومت په لټه کې دي او بلوچان د خپلو حقونو د ترلاسه کولو په موخه د پاکستان حکومت پر وړاندې اوس هم وسلواله مبارزه کوي، نو دا او ورته نورو موارد د پاکستان د فډ‌رالي نظام لپاره یو ستر چیلنج او ګواښ دی.

په اوسني وخت کې په پاکستان کې د یوه پښتون  زلمي نقیب الله(مسود) د وژل کیدو په تړاو د “پښتنو احتجاج” تر عنوان لاندې پراخه لاریون پیل شوی دی. یاد تازه پیل شوی لاریون د بیلتون غوښتونکو ډلو لپاره غوره موقع ده خو د پاکستان لپاره بیا د سیاسي کړکیچ د نوي پړاو پیل دی.

که  په پاکستان کې د روان پراخه لاریون اور مړ نه شي نو لرې به نه وي، چې د پاکستان سیاسي جغرافیه په څو سیاسي برخو ووېشل شي او د بیلتون غوښتونکو د بیلتون خوب به په حقیقت بدل شي.