کور / د ډيورنډ کرښه / با ماه نشینی ماه شوی- با دیګ نشینی سیاه شوی!!

با ماه نشینی ماه شوی- با دیګ نشینی سیاه شوی!!

په افغانستان باندې د خلقیانو، پرچمیانو، شوروي یرغل، مجاهدینو، شر او فساد، طلبای کرام او د امریکا، ناټو او ائتلاف د یرغل په کلونو کې په ملېونونو خلک د ترور، وحشت، نیولو او وژلو له وېرې ګاونډیو هېوادونو ایران، پاکستان او ان لیرې اروپا او امریکا ته مهاجر شول. دا بدمرغه لړۍ اوس نژدې څلوېښتم کال ته نژدې کېږي!

د سوریې د جګړې له مهاجرینو او کورنیو بېځایه شوو خلکو څخه مخکې، افغانستان د مهاجرینو او بېځایه شوو په حساب، په نړۍ کې لومړی دریځ درلود!

زه فکر کوم چې ډېر افغاني مهاجرین، د پاکستان یا د مجاهدینو په اصطلاح د انصارو وروڼو هیواد(!) له عامو خلکو څخه ډېرې ښې خاطرې لري؛ خو ټول دا مني چې پاکستاني پولیسو او ملیشه مسلکي تربیه، اسلامي صله رحم او انساني تقوی نه درلودل، هره ورځ به یې افغاني مهاجر تهر ګریوانونه نیولي وو او ټوله هڅه به یې دا وه چې د چای- روټۍ خرچه وګټي! البته د ځینو پاکستاني چارواکو چای – روټۍ هم په ملیونونو ډالر وو!

خیر په مهاجرینو کې هم توپیر و. هغه چې په افغانستان کې یې ښاري ژوند درلود، د زده کړو خاوندان وو او څه نا څه کاروبار یې درلود، نسبتاً په ښه دریځ کې وو او پولیسو په آسانه نه شوای لوټلی؛ خو بېوزلي او کلیوال مهاجر ډېر کړېدل او د چیغو د اورېدو د ځای ځایګي پته هم نه لګېده!

ما هلته د پیښور په کارخانو بازار کې یو وړوکی کار درلود او د پاکستاني پولیسو په نبض ښه پوهېدم!

د خدای کړه و، د بنده ورته کاته و. یو وخت زما یو مشر او ډېر درانه ملګري پرېکړه وکړه چې بېرته کابل ته لاړ شي. ده له ما څخه هیله وکړه چې د کور ټول کالي- کپړي (غالۍ، توشکې، کمپلې، جامې، کتابونه، کمپیوټرونه، د پخلنځي لوښي، ټلویزیون او نور) یې کابل ته ولېږم.

ما دا کالي په پنځوسو- شپېتو سپینو پلاستکي بوجیو کې ځای په ځای کړل، په ټولو مې په توش قلم شمیری ولیکلی او بیا مو په یوه میني بس موټر کې بار کړې.

دا سپینې بوجۍ له لیرې څخه داسې ښکاریدې لکه ښه قیمتي مال التجاره چې پکې وي. د موټر منځ او بام ټول په سپینو بوجیو ډک ښکاریدل!

د شپې لس بجې مو مینی بس له ارباب روډ څخه د کارخانو په لور وخوځاوه چې سبایي کابل ته لاړ شی. تصادفاً په (فیز تري چوک) کې پولیس ولاړ وو او زموږ مینی بس ته یې د درېدو اشاره وکړه.

ما ورته وویل چې یه انصارو وروڼو دا د یو مهاجر کډه ده چې سبا له خیره کابل ته ځي؛ خو پولیسو ادعا کوله چې نه دا سوداګیزه مالونه دې او باید ګمرکي محصول ورکړي! ما ورته وویل چې یو دوه بوجۍ وګورئ. که سوداګریز مال و، ستاسو شو؛ خو که د کور کالي- کپړي وو؛ نو بیا پرېږدی چې لاړ شو!

یو پولیس وویل چې مړه کابلیه دا لانجې پرېږده، څوک به اوس پنځوس شپېته بوجۍ ښکته پورته کوي، ځان ته کار مه ګوره، نیمه شپه ده، په جېبونو لاس ووهه او کار خلاصوه چې ناوخته کېږي!

زه چې د دې خلکو په ماهیت ښه پوهېدم، وړاندې ورغلم او ورته ومې ویل چې څو غواړي؟ یو برېتور پولیس وویل چې مړه ډېر څه نه غواړو، بس پنځه سوه راواړوه!!

تاسو ګران لوستونکي یقین وکړئ چې د پنځوس – شپېتو بوجیو کالیو له پاره پنځه سوه کلدارې ډېرې پیسې نه وې؛ خو ما په ډاډه زړه ورته وویل چې مړه سړیه ته خو د نصیرالله بابر په سویه رشوت غواړئ! سمه خبره وکړه!!

هغه وخت نصیر الله بابر، د مجاهدینو پخوانی ملګری او بنسټګر او د طالبانو مشر نیکه د جمهوریه اسلامي پاکستان د کورنیو چارو وزیر و؛ خو دا پولیس په غوسه نه شو او وې ویل چې مړه بابر پریږده، څو ورکوې؟

 ما ورته وویل چې پنځوس کلداری به درکړم!!

پولیس وویل چې موږ څلور کسان یاستو، دا خو پنځلس پنځلس هم نه رارسي، لږ ښه شه!

خیر مسله په یو سل او پنځوس کلدارو پای ته ورسېده او موږ کارخانو ته وخوځېدو.

په پاکستان کې د لس کلنی استوګنې په موده کې، یوه خبره ما ته داسې ثابته وه، لکه لمر چې په دوو ګوتو نه پټېږي او هغه دا چې که تاسو پاکستاني پولیس ته ویلی وای چې یار ما په دې ګاډي کې بمونه او راکټونه، زهر او نور ورانونکی شیان بار کړي او وړم یې چې په پنډۍ یا فیصل آباد کې یې وچوم او لړایي جوړه کړم، ده به درته ویلی و چې مړه راواړوه یو څو روپۍ، ځان ته کار مه ګوره! او چې تا به یو څه ورکړل؛ نو ډک موټر به دې روان کړ او په ډاډه زړه به د مقصد په لور تلې!

کله چې زموږ ځنی مجاهدین او مهاجرین افغانان د انصارو وروڼو له وطنه، خپله هېواد ته ستانه شول، د پاکستان د خلکو له ډېرو ښو او درنو عادتونو څحه یې یو هم کاپي نه کړ؛ خو د پاټکونو، چندو، غلاوو، غلطیو او دوکو ټول چمونه یې له ځان سره راوړل!

دلته اوس دا شل کاله کېږي چې همدا ټکه لوېدلې.

هو! زموږ په پولیسو کې ډېر ښه، درانه، مسلکي او هېوادپاله افسران، واړه ضابطان او سرتیري شته؛ خو ډېر هغه چې په واک دي، همغه د پاکستاني پولیسو په شان غله، رشوت خواره او غلط خلک دي!

که نه منې یوه شپه د ارغندۍ قلعه عبدالله سیمې ته لاړ شئ او وګورئ چې زموږ ډېری پولیس، د ګمرکاتو مراقبت سیار، شاروالی او نه پوهېږم د نورو ډېرو ارګانونو صاحب منصبان، سرتیري او مامورین په چور لګیا دي که نه؟!

دا غله ډاډ لري چې یو خو پیاوړي او غښتلي ملاتړي، تنظیمیان، قومیان او ملګري لري او بل دا چې په دې هېواد کې نه قانون شته او نه د پوښتنې ځای!؟

بس لارۍ، ټیلر، ټانکر، تراکتور یا امبولانس له بمونو، راکټونو، ګازډبو او سل ډوله نورو چاودېدونکو توکو څخه ډک کړه؛ خو مراقبت سیار او پولیسو ته زر- دوه زره افغانۍ په لاس کې ورکړه، بس نر غوندې تېرېږه او لار وهه!

که د کابلیانو خبره (از سخن کم کنین و بر مبلغ افزاین) ومنئ او یو څو زرګون ورکړئ، بیا خو هماغه مراقبت سیار، شاروالی او پولیس درته وایي چې وروره ته چې د جمهوریت روغتون خوا ته ځې، نو داسې په کمپنۍ او دیوان بیګي او کوټه سنګي دهمزنګ ته ووځه، بیا په پښتني تجارتي بانک ورشه او …. په صدارت څلورلاره کې چپ لاس ته وګرځه، بیا نو وړاندې جمهوریت روغتون له ورایه ښکاري، د کورینو چارو وزارت ځینې ځانګې، د اروپایي اتحادیې دفتر، د هالند او هند سفارتونه … ټول هملته دي!

زه یقین لرم چې دا د غلا او اداري فساد بد فرهنګ موږ ته له پاکستاني پولیسو څخه راغلی. هغه کسان چې ډېر هلته پاته شوي، د دې فرهنګ په راوړلو او عامولو کې ډېر ګرم (ملامت) دي.

په پخواني افغانستان کې اداري فساد ډېر لږ و، رشوت او غلا؛ خو په لویو عیبونو او ګناهونو کې حسابېدل او یو نیم مامور به په پټه سل – دوه سوه رشوت غوښت؛ خو اوس غله په رشوت ویاړي او ځینې خو د غلا، غصب او رشوت له لارې میلونران شوي هم دي؛ خو دا په ځان باندې د الله پیرزوینه او د خپلو څوارلس کلنو زحماتو جبیره بولي!

په اوسني افغانستان کې هغه څوک شرمېږي او ښکته ګوري چې غلا نه کوي او رشوت نه خوري. غله او رشوت خواره د ولس په اوږو سپاره ګرځي او په خپلو تورو شیشو موټرو کې انتحاریان، مناسبو ځایونو ته رسوي!!

که داسې نه وای، په شاه شهید(ع)، زنبق څلور لارې، نوي ښار، لسم ریاست، انترکننتینتال هوټل، جمهوریت روغتون او پوځی اکاډمي باندې دومره درنې چا کولای شوای؟

همغه د درنو کابلیانو متل ډېر رښتیا دی چې وایي (با ماه نیشنی ماه شوی- با دیګ نیشنی سیاه شوی!!)

هو! موږ له تورو پنجابیو او پاکستاني پولیسو څخه غلا او غلطي زده کړل او دا دې خپل ګران هېواد مو د وحشت په یوه ټاپو بدل کړي دی !