کور / راپور / ايران يو شمېر افغان زندانيان افغان حکومت ته سپارلي دي

ايران يو شمېر افغان زندانيان افغان حکومت ته سپارلي دي

افغان ولسمشراشرف غني وايي، افغانستان په بهر کي د خپلو وګړو د حقوقو د دفاع په خاطر له ایرانه افغانستان ته د بندیانو د لېږدولو تړون لاسلیک کړی، چي حقوقي مسلې به ئې د افغانستان  د قوانینو په رڼا کي څېړل کېږي.

ولسمشر په خپل يوه ټويټ کي ويلي، ددغه تړون له مخې ۶۱۷ افغان بندیان له ایرانه افغانستان ته لېږدول سوي دي. او دا مهال د ایران په زندانونو کي  ۵۱۲۴ افغانان بندیان دي.

تر دې پخوا چې زندانیان له ایرانه افغانستان ته لېږدول شوي کورنیو یې ادعا کوله چې په ایران کې یې مدافع وکیل ته لاسرسی نه درلود او د اوږدې مودې لپاره بې برخلیک پراته ول.

په ايران کي د بندي افغانانو کورنۍ وايي، چي په ایران کې یې مدافع وکیلانو ته لاسرسی نه درلود او د کورنۍ غړي ئې په زندانونو کي بې برخلیکه پراته وه.

ايران له پاکستان څخه وروسته دوهم هيواد دی چي په زياته کچه افغان مهاجر پکي اوسې.

په ايران کي زيات افغانان په بېلابېلو جرمونو او تورونو نیول سوي دي، چې د مخدره توکو د قاچاق په تور نیول سوي کسانو سره ئې د ایران حکومت جدي چلند کوي، چي په دې ډله کي ئې ځني افغانانو ته د اعدام سزا هم ورکول سوې ده.