کور / د ډيورنډ کرښه / پښتون لاريون د پاکستان نورو ښارونو او کليو ته هم وغځېدی

پښتون لاريون د پاکستان نورو ښارونو او کليو ته هم وغځېدی

په اسلام اباد کې د پښتنو لاریون ورځ تربلي پراخېږي او د ګډون لپاره يې د پښتنو جوپې جوپې اسلام اباد ته پر لاره دي. که له پوې خوا د پاڅون کونکو شمیر زیاتیږي بل خوا د اعتراضونو لړۍ د پاکستان ښارونو او کلیو ته هم غزیدلې ده.د پاکستان په کراچۍ کي هم لاريونونه پيل سوي دي او “دا څنګه ازادي ده؟” سندره پکي ښه په زغرده اوریدل کیده په کراچۍ کي د لاريون ګډونوالو شعارونه ورکول چې د پښتنو دغه کوښښ دي نور هم پياوړي سي.

د کراچې پرېس کلب مخي ته په احتجاج کي د پښتنو ترڅنګ د نورو ژبو ویونکو هم د پښتنو په ملاتړ ګډون کړی وو.

د پښتون احتجاج لړۍ دسيمي نورو ښارونو ته هم غځېدلې ده.

په اسلام اباد کي پښتانه لاريونيان وايي ترڅو چي يې غوښتنې نه وي منل سوي تر هغو به د اسلام اباد څخه ونه خوځېږي.