کور / اقتصادي / د ماهیانو روزلو لنډ لارښود

د ماهیانو روزلو لنډ لارښود

ليکنه : اینجینر احمد شاه رسولي

     ماهیان د پروټین یوه غنی سرچینه ده چي د وخت په تیریدو سره د ماهیانو طبیعی سرچینی د زیات استعمال له وجی د منځه تللی او یا د لمنځه تلو په حالت کی دی مګر د ماهیانو غوښی ته اړتیا ورځ په ورځ مخ په ډیریدو ده نو ددی اړتیا د پوره کولو لپاره موږ مجبوره یو تر څو په تجارتی شکل ماهیان ورزو.

د ماهیانو روزل د اقتصاد له نطره:

  • ماهیان ډیر په چټکی سره وده کوی (د ۶—۸ میاشتی کی ماهی ددی وړ ګرځی چی بازار ته وړاندی کړل سی )اوخپل د لومړنی قیمت ۲۵ ځله زیات قیمت باندی و پلورل سی.
  • ددی ضرورت نسته چی تاسو باید د یوه رود او یا ویالی ترڅنګ خپل پارم جوړ کړی خو د تازه او پاکو اوبو د یوی منبع شتون ضروری دی.
  • د وخت،د مارکیت دغوښتنی او د موسم په نظر کی نیولو سره تاسو سم او په مناسب قیمت سره خپل محصول بازار ته وړادندی کولای سی.
  • ماهيان ډیر لږ د ناروغیو سره مخ کیږی نسبت نورو پارمی حیواناتو ته.
  • هغه مځکی چی د کرنی وړ نه وی او یا هم ډیری کوچنی وی موږ کولای سو په هغه کی د ماهیانو پارم جوړ کړو.
  • د ماهیانو پارم چی یو ځلی جوړ سو بیا د هغه ساتنه او ترمیم ډیر لږ لګښت غواړی.
  • ماهیان د زیاتو منرالونو او پروټین په درلودلو سره یو ډیره قوی غذا ده په خاص ډول د مور او ماشوم د ودی لپاره.

کوم ډول ماهیان وروزو؟

هغه ماهیان باید وروزو چی ژر غټیږی،روزنه یی اسانه وی،ښه خوند او بازار ولری او همداشان د محیط سره توافق ولری.

ددی لپاره چی د ماهیانو یو پارم جوړ کړو نو لاندی مرحلی باید ترسره کړو:

۱.د ځمکی انتخاب:

  • داسی ځمکه باید انتخاب کړو چی ځوړتیا(slope) ولری په مناسبه اندازه لویه وی تر څو ساختمان پکښی جوړ کړل سي.
  • د حوض په شاوخوا کی باید هیڅ ډول ونی شتون ونه لری او هم باید ټوله ورځ و حوض ته د لمر شعاوی ورسیږی.
  • حوض باید داسی جوړ سی چی هیڅ اوبه جذب نه کړی.
  • یوه باوری او دوامداره د پاکو اوبو منبع باید شتون ولری خو کلورین لرونکی اوبه د ماهیانو لپاره زهری دي او باید نسی استعمال.

۲.د حوض جوړه ول:

  • د حوض ساحه له نباتاتو پاکه کړی.
  • رجه واچوی(د پارم اوږدوالی او بر د ځمکی پر سر په نښه کړي )
  • حوض باید مربع یا مسطتیل شکله وی(۱۰×۱۰ یا ۵۰×۱۰۰متره وی) او یا هم د ځمکی اندازی ته په کتو سره باید ډیزاین سی او همداشان ځوړتیا باید ولری تر څو په اسانی سره یی تنطیم وسی.
  • د حوض ته د اوبو داخلیدلو خوا باید (۵۰cm) ژوره وی او د اوبو وتلو خوا باید (۱۵۰cm) ژوره وی او د حوض تل باید مایل شکل ولری.
  • حوض و کینی او خاوری یی شاوخوا پورته کړی تر څو دیوالونه تشکیل کړی،حوض پداسی شکل جوړ کړو چی ټولی اوبه یی د پاکولو په وخت کی باید وویستلای سو .

یادونه:مستطیل شکله حوض جوړه ول نسبتآ مربع شکله ته اسانه دی او هم په اسانه ماهیان پکښی نیول کیږي.

د رود په تل او یا داسی ځای چی هلته د سیلاب خطر وی حوض مه جوړه وی تر څو د لمنځه تلو له خطره مو پارم ژغورل سوی وی.

حوض په مکمله توګه له اوبو ډک کړی تر څو په دواړو سرو کی یی اوبه ودریږی چی یو لوړ او بل کښته دی.

د حوض تر جوړولو ورسته یو نری ورغ د اهاکو ورکړی  دا به د مختلفو ناروغیو ،افاتو او چنجیانو مخه ونیسی.

۳.په حوض کی امبار شیندل:

په حوض کی امبار ددی لپاره شیندو چی د کوچنیو وښو او الجیانو وده چټکه کړی کوم چی د ماهیانو لپاره غذا برابره وی،چی له همدی امله د اوبو رنګ شین اوړی او دا مرغانو او نورو حیواناتو لپاره سختوی چی ماهیان ووینی اویا ښکار کړي،امبار کولای سو چی حیوانی او یا کیمیاوی استعمال کړوالبته د لاندی جدول پر اساس یو له دوی څخه.

د امبار ډول منبع اندازه په ۱۰۰m2 ساحه کی
طبیعی د غوا،پسو او وزو امبار 6 Kg
د چرګانو او هیلیو امبار 2.5 Kg
کیمیاوی یوریا 1 Kg
DAP(Di ammonium phosphate) 1 Kg
TSP(Triple super phosphate) 1 Kg

۴.د نسل انتخاب:

  • کوچنی چیچیان باید تازه وی او د ۲۰—۸۰ ګرامه وزن باید ولری.
  • د هغه فارم څخه د ماهیانو چیچیان راوړی چی تاسو ته نژدی وی.
  • چیچیان د تازه اوبو په یوه لوښی کی کښیږدی او ژر تر ژره یی تر خپل پارمه ورسوی (مخکی له ۶ ساعته تیریدو څخه) .

۵.د ماهیانو په اوبو کی اچول:

  • باید د ۳–۵ دانی چیچیان په هر متر مربع ساحه کی واچول سی.
  • ماهیان په یوه پلا اوبو ته واچوی او کوښښ وکړی چی ماهیان د حوض ټولو برخو ته ولاړ سی او لامبو ووهی.

۶.تکمیلونکی غذاوی علاوه کول:

  • لومړی میاشت د ماهیانو چیچیان هغه طبیعی غذا چی په حوض کی وی خوری یی .
  • د لومړی میاشتی ورسته باید ماهیانو ته د ورځی دوه ځلی غذا ورکړل سی.
  • د تکمیلونکی غذا په توګه کولای سو ماتی وریجی او یا د غنمو پوستکی استعمال کړو.
  • همداشان ټوټه سوی پټاټی، د اوبو مور،میږیان،یو ډول سخت کوچنی ماهیان(Shrimps)،د ماهیانو پاته شونی،او همداشان د ماهیانو ځانګړی غذا د تکمیلونکی په صفت استعمال کړو.

۷.د ماهیانو  نمونه اخیستل:

  • ماهیان په دوامداره توګه په میاشت کی وزن کړی چی معلومه سی څومره وزن یی اخیستی دی،ماهیان د سکوپ نیټ پواسطه ونیسی هغه په دا ډول چی په سکوپ نیټ کی یو څه غذایی مواد واچوی تر څو ماهیان هغه ته داخل سی ورسته سکوپ نیټ پورته کړی او یو څو ماهیان د سمپل په توګه وزن کړی نوموړی چیچیان باید په لومړی میاشت کی اقلآ ۱۰ ګرامه وزن یی اخیستی وی.
  • همداسی د ماهیان وده باید روانه وی او ریکارډ واخیستل سی.

۸.د حوض ساتنه:

  • د حوض شا وخوا ساحه باید د وښو څخه پاکه کړی .
  • حوض شاوخوا ساحه باندی کټاره راتاو کړی .
  • د اوبو سطحه د ۰.۵—۱.۵ متره وساتی .

۹.دمحصول راټولول:

  • ماهیان کولای سو ټول راټول کړو حوض صفا کړو او نوی ماهیان ورته راوړو او یا هم کولای سو چی لږ ماهیان د نسلګیری په خاطر په حوض کی پریږدو یا هم کولای سو د مارکیټ د غوښتنی پر اساس هر وخت لږ ماهیان مارکیټ ته وړاندی کړو.
  • جال ددوه نفرو پواسطه کش کړی او ځان اطمینانی کړی چی ټول ماهیان مونیولی دی او د پاکو اوبو په یوه لوښی کی یی واچوی،ورسته یی د مارکیت د غوښتنی پر اساس طبقه بندی کړی او هغه ماهیان چی لږ وزن لری بیرته اوبو ته خوشی کړی او رسیدلی ماهیان د وژلو ورسته په ځانګړی بکسو کی پر ځای کړی او مارکیټ ته یی وړاندی کړی.

۱۰.د ماهیانو ‌ذخیره او ساتنه:

  • د ماهیانو تر وژلو ورسته ژر تر ژر د هغوی نس څیری سنګدانونه او نور غړی وباسی تر څو خالص غوښه پاته سی.
  • ماهیان په پاکو اوبو پریمنځی او په یخ کولر کی یی کښیږدی .
  • اوس نو ماهیان خرځ کړی او یا یی پاخه کړی او ویی خوری،او یا یی د یو ساتنی په طریقه وساتی لکه په مالګه وهل،دود ورکول یا هم په لمر وچول.

۱۱.ریکارډ اخیستل:

ریکارډ اخیستل ستاسو سره مرسته کوی چی خپل کارونه په منطمه توګه پلان کړی د مصارفو او خرڅ ریکارډ واخلی کوم چی تاسو به د هغه پر اساس تصمیم ونیسی چی ستاسو کاربار ګټمن او که تاوانی دی.

مشکل سبب حللاره
داوبو خرابیدل د اوبو په منبع کي خرابی ځان اطمینانی کړی چی پاکی او پوره اوبه لری مخکی د حوض تر جوړولو
د ماهیانو ورو وده کم کیفیته غذا غذا په منظم ډول او مناسبه اندازه ورکړی
د ماهیانو زهری کیدل د ونو شتون د حوض شاوخوا کی ونی د حوض د شاوخوا څخه لیری کړی او حوض ووینځی
د ماهیانو ورکیدل د اوبو صافوالی،ګڼ واښه لرونکی حوض، غیری محفوظه حوض د ښکاری مرغانو مخه ونیسی،ماران او خزندی له منځه یوسی،امبار اوبو ته واچوی چی د اوبو رنګ شین سی،د حوض شاوخوا له وښو پاکه کړی.
د ماهیانو مرګ چنجیان حوض په اهاکو ووهی
د ماهیانو لمنځه تګ د سیلابی اوبو پواسطه تر ټاکلی اندازی زیاتی اوبه حوض ته مه ورکوی
د اوبو کمښت،اوږد مهاله وچ بادونه ماهیان بازار ته وړاندی کړی مخکی د اوبو تر سخت کمښت