کور / هراړخیز / “Valentine’s Day”

“Valentine’s Day”

د مینانو یا عاشقانو ورځ چي هر کال د فبروری میاشتي په ۱۴ لمانځل کیږي یوه ځانګړې ورځ ده.

په دې ورځ عاشقان  یو بل ته د یوې ښه خاطرې او خاصي ورځې د پاته کېدا په مقصد ځانګړې تحفې ، د ګلانو دستې او لیک پاڼي لیږي.د یو تحمین لمخې په دې ورځ په نړۍ کي عاشقان د 1. میلیارد په شاوخوا کي تحفي او لیک پاڼي پلوري. په افغانستان کی هم مینان دا ورځ لمانځي خو ددې ورځي د لمانځنې له تاریخچې څخه زیات شمیر مینان ناخبره دی. د والینټاینز ډې یا عاشقانو ورځ څنګه د خاصو ورځو په لیست کي ځای ونیوه او ولي په ۱۴ د فبروري لمانځل کیږي؟ دې ډول سوالونو ته د ځواب لپاره لیکنه تعقیب کړي.

د فبروری د میاشتی په نیمايي کي مینه کول او د میني  کلتور په پخواني زمانه پوري تړاو لري. د لرغوني یونان په تقویم کي د جنوري له پنځلسمې د  فبروری تر پنځلسمې دا وخت د گیملین  gamelyon میاشتی په نامه یاده کړې. په دې میاشت کی Zeus  ( د خدایانو او انسانانو پلار) او Hera  واده کړي. نو ځکه د لویدیځ په مدنیت کي دا ورځي د مقدسو ورځو په حیث منل سوي.

په لرغوني روم کي بیا  د فبروري په   15 پنځلسمه د روم خلګو  د برکت خدای ( Lupercus) ته بزه قربانی کول  وروسته به یې د بزې پوست په ځان اغوست او د روم پر سړکونو به یې ځغاستل دغه جشن یې  Lupercalia په نامه یادیږي پېغلو انجونو به د بزې پوست په لاس لمس کاوه عقیده یې داوه چي  حمل یا باردارۍ پر مهال به ددوی ولادت اسانه کېږي .

د لوفیکالیا د جشن څخه یوه ورځ مخکی به د روم ځوانانو د پېغلو نومان د کاغذ پر وړو ټوټو لیکل او وروسته به یې د قرعه کشۍ لپاره دکاغذ پارچې په یوه لویه صندوق کی اچوه او قرعه کشی به کیدل  په قرعه کشی کښی  هر ځوان خپل بخت ازمایه هر چاته چي به د هرې انجلۍ نوم راووته د هغې انجلۍ سره به یې د جشن په درې ورځوو کي یو ځای کیده د جشن څخه وروسته که چیری د طرفینو رضایت وي نو واده به یې کاوه.

د روم ظالم امپراطور دوهم کلودیوس چي پر روم یې خپل ظالمانه حکمداري کول د لوفیکالیا د جشن لمانځل سره یې مخالفت وکړ ځکه چي د ۲. کلودیوس په پوځ کی جنګي عسکر کم ؤ  او ځوانو په پوځ کی برخه  اخیستلو ته زړه نه ښه کاوه  امپراطور په دې باور ؤ چي  د روم اکثره ځوانانو ودونه درلودل یا به هم مینان ؤ. نو دوهم کلودیوس ددې حالت د مخنیوي په موخه د لوفیکالیا  جشن ، واده کول او پر مینه کولو بندیز وکړ. د کاتولیک کلیسا راهب والینټاین د امپراطور له دې آمر څخه سرغړونه کول او په پټه به یې د روم ځوانانو ته نکاح تړلې. کله چي امپراطور کلودیوس د والینټاین له سر غړونې خبر سو ، د نوموړی د وژلو آمر یې وکړ والینټاین یې  د عسویت او قانون څخه د سرغړونې په تور د مرګ په سزا محکوم کړ او والنټاین یې په وهلو کي وواژه. والنټاین په ۲۷۰ میلادی کال د فبروري په میاشت  کي د عسویانو په هدیره کی خاوری ته وسپاره سو.

په نورو منابعو کی د مینانو د ورځې د لمانځي سبب ۱۴ د فبروری د عیسویت له لاری نه اوښتل او د کلادیوس ظلم ته سر نه ټیټولو په مقصد د والینټاین د تلین لمانځل  او نور دي.

په ځینو اسلامی هیوادونو کي د والنټاین د ورځي په رسمی لمانځلو بندیز لګېدلي.

پاکستان ، مالیزیا ، ایران او سعودی عربستان هغه هیوادونه دی چي ددې ورځي لمانځل یې د آدب ،  فرهنګ او اسلامی اصولو سره په مغایرت کی بللي.

ژباړه: وحیدالله حقمل