کور / راپور / په افغانستان کي د ملګري ملتونو د سرمنشي مرستیال: کېدای سي يو کال وروسته په افغانستان کي پوليو له منځه ولاړه سي

په افغانستان کي د ملګري ملتونو د سرمنشي مرستیال: کېدای سي يو کال وروسته په افغانستان کي پوليو له منځه ولاړه سي

د سه شنبې په ورځ په افغانستان کي د ملګري ملتونو د سرمنشي مرستیال ټوبي لنزر د کندهار والي تورن جنرال زلمي ويسا سره وکتل.ښاغلي لنزر په خپلو خبرو کي د واکسین په تطبیق کي د کندهار ولايتي ادارې هڅي وستايلې او ډاډ يې څرګند کړ، که هڅي همداسي دوام وکړي، نو تر يوه کال پوري به پوليو د افغانستان څخه ورکه سي.

د ملګري ملتونو د سرمنشي مرستیال همدارانګه په خپلو خبرو کي وويل چي يوناما هڅه کوي، ترڅو خپل خدمات تر هغو سيمو هم ورسوي چي اوس پکښي يوناما فعالیت نلري.

هغه همدراز وويل چي يوناما غواړي د کرهڼي په برخه کي مرستي وکړې او له دې لاري خلګو ته د کار زمينه برابره کړي.

وروسته کندهار والي تورن جنرال زلمي ويسا په خپلو خبرو کي لومړی ښاغلي لنزر ته ښه راغلاست ووایه او په دغه ولایت کي يې د يوناما له مرستو مننه وکړه.

ښاغلي ويسا همدراز وويل چي ولایتي اداره د پوليو په وړاندي جدي مبارزه کوي او په دې اړه يې د قومي مشرانو، ديني عالمانو او مدني فعالانو سره ګډي ناستي کړی او له هغوی يې غوښتي، ترڅو د ليرو پرتو سيمو خلګ وهڅوي چي خپل کوچنيان د پوليو په وړاندي واکسين کړي.

کندهار والي همدراز په خپلو خبرو کي د پوهني، روغتيا، کرهڼي او کډوالو په برخو کي سته ستونزي په افغانستان کي د ملګري ملتونو د سرمنشي مرستیال ټوبي لنزر ته وړاندي کړې او له هغه يې د مرستي غوښتنه وکړه.

هغه وويل، سږکال به ډېر کډوال د پاکستان څخه کندهار ته راستانه سي او دلته باید ورته اسانتیاوي برابري او بشپړي مرستي ورسره وسي.

کندهار والي تورن جنرال زلمي ويسا همداراز غوښتنه وکړه چي يوناما او نور مرستندویه هيوادونه دي په دغه ولایت کي د کډوالو ښارګوټي په جوړولو کي مرسته وکړي.

وروسته په ليدنه کي په افغانستان کي د ملګري ملتونو د سرمنشي مرستیال ټوبي لنزر کندهار والي تورن نرال زلمي ويسا ته ډاډ ورکړ چي غوښتني او ستونزي به يې مرستندويه هيوادونو د سفیرانو سره شريکي او له هغوی به وغواړي چي په يادو سوو برخو کي مرستي وکړي.

باید وويل سي چي دواړو لورو په ياده ليدنه کي د کوکنارو د کښت پر مخنيوي او د بزګرانو سره پر مرسته کولو هم خبري وکړې.