کور / سياسي / د استعماري بم چرې

د استعماري بم چرې

د افغانستان اسلامي خوځښتونه د سړې جګړې پرمهال چې د دوو قطبونو، پانګوالي د امریکا د متحده ایالتونو او سوسیالېزم د پخواني شوروي اتحاد له لوري رهبري کيدل، رامنځته شول.

د دیموکراسۍ په لسیزه کې افغان اسلامي خوځښتونو د چپ اړخو او د لنینسټ مارکسیسټي فعالیتونو له پیلېدو سره جوخت د کابل له پوهنتون څخه سر راښکاره کړ.

د ۱۹۸۰ لسیزې په وروستیو کې د هېواد له بېلابېلو برخو څخه ډله ، ډله ځوانان پلازمینې ته راغلل او له شړېدلې او نخبه سالار سیستم سره مخ شول.

دا هغه وخت و چې د سیاسي ډلو فعالیتونه په ځانګړي ډول د چپ اړخو او اسلام پالو خوځښتونو په جامه کې پیل شول.

۱۹۶۵ کال په لومړیو کې د اسلام پال خوځښتونه په پوهنتونو کې رامځته شول، په داسې حال کې چې له پرمختګونو سره موافق او د اسلامي حکومت غوښتوونکي ول نو له دې اړخه له مودودي او اخوان المسملین څخه متاثره وو.

په ۱۹۷۰ لسیزه کې په هېواد کې د اختلافاتو د زیاتېدو او د اعتصاباتو له امله اسلام پالو له چپ اړخو سره مخامخ شول.

اسلام پال ډېر منسجم نه ول چې واک ترلاسه کړي، په داسې حال کې چې چپ اړخي ترډېره د هېواد په اردو کې ځای پرځای شوي وو او د کودتاه پرمټ یې وکولئ شوی ځواک ترلاسه کړي.

د ډېسمبر په ۲۷ مه، په ۱۹۹۷ کال کې د شوروي سره لښکر د لئویند برژنف  تر لارښوونې لاندې چې، د شوروي اتحاد د کمونیست ګوند مشري یې کوله، افغانستان ته دننه شول او افغانستان یې رسما اشغال کړ.

د افغانستان له اشغاله وروسته اسلام پال له هېواد په تېښته شول او په پاکستان کې د ګوندونو په قالب کې متعهد شول.

څرګندېږي چې، یرغل او د بهرنیو ځواکونو او په ځانګړې توګه د پخواني شوروي اتحاد د استعماري ځوکونو شتون په افغانستان کې د دې خوځښتونو د رامنځته کېدو او پراخېدو لامل شو.

وروسته بیا د ځواک د ترلاسه کولو په موخه کورنیو جګړو ته لمن وهي تر هغه چې، د طالبانو په نوم ، نوي ځواک سر راپورته کړ،دلته نو، ځینې خوځښتونه بیا د طالبانو پر وړاندې سنګر نیسي او ځینې یې له هېواد په تېښته بریالي کېږي.

د بن له غونډې وروسته او د امریکا د متحدو ایالاتونو په مرسته د (افغانستان اسلامي جمهوريت) په نوم نوی حکومت رامنځته کېږي. د خوځښتونو له ډلې د حزب اسلامي ګوند چې د امریکا او په افغانستان کې د امریکا له لوري د نوي حکومت د رامنځته کېدو ضد و، په پاکستان کې میشت شول.

له ډېرو هڅو او د سولې له خبرو اترو څخه وروسته افغانستان حکومت وتوانېد چې د حزب اسلامي ګوند سره تفاهم ته ورسېږي او افغان حکومت سره یوځای شي.

لیکنه: زاهد صدیقي

ماخذونه:

  • اندیشمند ، محمد اکرام. د افغانستان اسلامي خوځښتونه. سعید خپروندوی. ۱۳۹۲.
  • مرتضي مطهري، آیت الله. په وروستیو سلو کلنو کې اسلامي خوځښتونه. صدرا خپروندوی. ۱۳۹۰